له ګوانتانامو زندانه زموږ یوتن بندي هېوادوال اسدالله هارون  را خوشی اواسلامي امارت ته وسپارل شو

‏له ګوانتانامو زندانه زموږ یوتن بندي هېوادوال اسدالله هارون  را خوشی اواسلامي امارت ته وسپارل شو

دافغانستان اسلامي امارت په هڅو اوهلوځلو او له امریکا سره دمخامخ اومثبت تعامل په نتیجه کې له ګوانتانامو زندان څخه دباقي پاتې ۲تنو بندیانو له جملې څخه یو تن اسد الله هارون راخوشی شو.

‏د افغانستان اسلامي امارت په نورو هېوادونو کې د بندي شوو افغانانو راخوشي کول او د هغو پوښتنه کول خپله وجیبه ګڼي او هڅه کوي چې هیڅ افغان هم په نورو هېوادونو کې د مظلومیت په حال کې پاتې نشي.

‏همدا اوس له ځینو هغو هېوادونو سره په تماس کې یو چې هلته افغانان په مختلفو عنوانو بندیان شوي او  د ژر را خلاصیدو هلې ځلې یې روانې دي.

په همدې اساس نن ورځ د دې شاهدان یو چې له ګوانتانامو څخه اسدالله هارون را خلاص او له کلونو وروسته له خپلې کورنۍ سره يوځای کیږي.

‏په دې برخه کې د ورور هېواد قطر څخه هم د اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه کوو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۴/۱۱/۱۴۴۳هـ ق

۳/۴/۱۴۰۱هـ ش ــ ۲۰۲۲/۶/۲۴م

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *