عالیقدر مولوي هبه الله آخند زاده د استخباراتو عمومي ریاست له مرکزي او ولایتي مسؤلینو سره غونډه وکړه

عالیقدر مولوی هبه الله آخندزاده د استخباراتو عمومي ریاست له مرکزي او ولایتي مسؤلینو سره غونډه وکړه

نن دوشنبه چې د روان ۱۴۴۴هـ ق کال د ربیع الاول میاشتي له څوارلسمې نیټې سره سمون خوري د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د استخباراتو د لوی ریاست د ځینو مسئولینو او د هیواد د څلور دیرش ولایتونو د استخباراتو له رئیسانو سره غونډه ترسره کړه. په غونډه کې د اسلامي امارت د قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم صاحب، د چارو ادارې سرپرست رئیس شیخ مولوي نور الحق انور صاحب، د استخباراتو د عمومي ریاست اوپراتيفي مرستیال ملا تاجمیر جواد او د هیواد د ټولو ولایتونو د استخباراتو رئیسانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه،وروسته د استخباراتو مسئولینو له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره د خپلو کارونو او فعالیتونو اړوند ځینې وړاندیزونه ،مشورې او معلومات شریک کړل.
ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله راغلو مسئولینو ته هر اړخیزه وینا واوروله ؛راغلو مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه او د تېر مقدس جهاد شهیدانو، زخمیانو ،معیوبینو ،اسیرانو ،مجاهدینو او د جهاد حامیانو ته د ټولو تکلیفونو ،خواریو او خدمتونو د قبولیت دعا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په خپله وینا کې د جهاد پر مهال د افغان مجاهد ولس د هر اړخیزو قربانیو یادونه وکړه چې په تېر جهاد کې د ولس هر قشر بې ساري قربانۍ ورکړې،علماوو د کفارو په وړاندې د مبارزې لپاره بیانونه وکړل او تحریض علی الجهاد یې کاوه ،پیرانو ،بزرګانو،سپینږیرو،ځوانانو او ښځو ټولو د جهاد لپاره د خپل وس مطابق قربانۍ ورکولې؛ په هکله یې توصیه وکړه چې د ولس قربانۍ،خوارۍ او تکلیفونه هېر نه کړئ،د ولس ملاتړ او قربانۍ وې چې موږ د یوه ستر غربي ښکیلاک په وړاندې برلاسي شو او ولس زموږ سره دومره همکاري وکړه چې خپل ځانونه ،بچیان او مالونه یې تر موږ قربان کړل ،اوس وخت د دې را رسېدلی دی چې موږ د دوی خدمت وکړو،پر سر یې د شفقت لاس تېر کړو.
دوی په خپله وینا کې زیاته کړه چې ولس زموږ د ملا تیر او راسته لاسونه دي،دوی ساتنه غواړي ،د دوی ټول حقوق ،معنویات،اخلاق،دین او مادیات ټول ساتل اوس زموږ وجیبه ده.موږ به د دوی ټول حقوق محفوظ ساتو ،د دوی د حقوقو په اړه به د محاکمو څار کوو چې حق حقدار ته ورسیږي ،د مظلوم مرسته وسي او د ظالم له شره خلاص شي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د شهیدانو د یتیمانو په هکله وویل چې د یتیمانو کفالت او پر دوی باندې شفقت جهادي روحیه ثابته ساتي،د شهیدانو د اولادونو سره احسان کول د دوی حق دی؛ځکه د دوی د پلرونو قربانۍ وې چې د بریا تر منزله ورسېدو. موږ مسئولیت لرو چې د هر بې سرپرسته ماشوم د آینده غم وخورو،تعلیم پرې وکړو او پوره توجه ورته وکړو.
موږ او تاسو په داسي مسئولیت کې قرار لرو چې د ولس د هر وګړي پوښتنه به راڅخه کیږي ،ددې ولس سوالګر، لیونیان،معتادین او په نشه یي توکو روږد کسان هم پر موږ حق لري چې راټول یې کړو او تداوي یې کړو،نن که په یوه صحرا کې او یا د سړک پر غاړه کوم څوک د همدې نشو له امله مړ کیږي نو هم به یې حساب له موږ سره کیږي؛همدا رنګه د ګنهګارانو پوښتنه به هم له موږ څخه کیږي چې له ګناه څخه یې نه منعه کوو،ولس د ظالمانو له ظلمه خلاص کړئ،بد اخلاقي بنده کړئ او د فحاشئ مرکزونه وتړئ.
د شریعت تطبیق ته خاصه توجه وکړئ ،ماته به ټول مسئولین حساب راکوي چې دوی زموږ په دې یوه کال حکومتولۍ کې شریعت څومره پلي کړی دی،د ښځو د حقوقو په هکله زما شپږ مادییز فرمان پوره تطبیق کړئ ،زه غواړم چې د مشرتابه هر فرمان او حکم به د سر په بیه عملي کوئ.
د خپل سرو ویډیوګانو او تصویرونو مخه ونیسئ،دغه ویډیوګانې د نظام د بدنامۍ لپاره کیږي ،عاملین یې ونیسئ او مجازات یې کړئ ؛خپله هم ورڅخه پرهېز وکړئ او نور مجاهدین هم تري منعه کوئ.
استخبارات هغه ارګان دی چې رأساً په مشرتابه پوري مربوط دی،دوی به له همدې ځایه هدایات اخلي ،د نظام پایې به ټینګوي او د دښمنانو پلانونه به له منځه وړي، دښمنان چې زموږ په هکله کوم شوم پلانونه لري هغه به کشفوي او خنثا کوي.
تاسو ته مي هدایت دا دی چې خلک په شبهاتو مه بندیانوئ بلکې د مؤثقو دلائلو په صورت کې یې نیسئ او محکمې ته یې د فیصلې لپاره وړاندې کوئ. د اسلامي نظام ټول اصول او قانون به نافذوئ او عملي کوئ.
غونډه تر څلور ساعته دوام وروسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په وروستۍ دعا سره پای ته ورسېده

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *