د شیخ الحدیث مولوی هبت الله د ٢٩٤ ګڼې فرمان د ښه تطبيق په موخه د امنيتي او تصفيوي چارو کميسيون غونډه د لغمان والي په مشرۍ ترسره شوه
.۸/۱/۱۴۰۲ھ ش۶/۹/۱۴۴۴ ھ
قهغه غونډه چې په همدې موخه د ولايت مقام د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه پرمهال يې د لغمان والي الحاج قاري زين العابدين عابد سربېره،مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري، آمنيه قومندان مولوي نجيب الله بدخشي، د استخباراتو رٸيس مولوي غلام الله فاتح، دبيلابيلو امنيتي ادارو مسولينو او د پينځه ګونو ولسواليو ولسوالانو او آمنيتي مسولينو برخه درلوده.
د قران عظيم ترتلاوت وروسته مولوي جان محمد حامد هغه فرمان ولوست چې د آمنيتي او تصفيوي کميسيون د دندو او واکونو ځيني اصلاحات پکې افاده او له دلګي مشرانو او مسولينو څخه غوښتل شوي و چې خپلې ليکې د مغرضو اشخاصو له شتون څخه پاکې کړي.
بيا لغمان والي الحاج قاري زين العابدين د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو پخوا کې د فرمان تطبيق د ټولو دنده و باله او ترې وغوښتل چې عملي کېدو ته يې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي عابد د مجاهدينو کړنو ته په اشارې وويل ټول هغه مجاهدين چې د الله ج د رضا او د هېواد د خپلواکۍ په موخه مبارزې کړي هغوي اوس هم د خپلو ولسونو احساناتو ته په کتو ورسره نيک چلند کوي نو هڅه وکړٸ چې د ټولو هغو کسانو مخه ونيسٸ او لخپلو ليکو څخه لرې يې کړٸ چې د مجاهدينو په لباس کې له خلکو سره بد وضعيت کوي او خلک ازاروي.
بيا د تېرې امنيتي جلسې ناستې ته ځغلنده نظر وشو او يو شمېر هغه پريکړې له ګډونوالو سره شريکې شوې چې ددې ولايت د آمنيت د لاښوالي او نظم په برخو کې مهم رول درلود چې د ګډونوالو لخوا پرې له بحث وروسته تصميم ونيول شو.