د ګیله من وزیر د ظالمانه قتل په اړه د تحریک طالبان پاکستان اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحیم
د پاکستان د ظالم پوځ او امنیتي ادارو له پخوا راهیسې دا کار دی چې علماء کرام، قامي مشران، شاعران، ژورنالستان او دیني شخصیتونه چې د اسلامي ارزښتونو په اړه خبرې کوي او یا د ملي او قامي ګټو پر ضد د دین او ملت د دښمنانو دسیسې راښکاره کوي، په بېلابېلو تکتیکونو سره د هغوی د ځپلو، نیولو او په پای کې د وژلو هڅه کوي.
د پښتو مشهور ځوان شاعر ګیله من وزیر هم یو له دغو ګوتو په شمېر کسانو څخه و چې د داسې ازادو او مظلومو خلکو په حق کې یې خپل غږ پورته کړ، د بېلابېلو تکتیکونو له لارې د هغه د اغېزناکه غږ د ځپلو هڅه وشوه. نوموړي د ظالم پوځ د لاسه د زندان سختۍ هم وزغملې او بالاخره په اسلام اباد کې دننه د چاقوانو او چړو په ګوزارونو مرګونی ټپي شو، چې نن یې د همدغو ټپونو له امله خپل ژوند رښتوني څښتن ته وسپاره. انا لله وانا الیه راجعون.
مونږ د ګیله من وزیر د غم په دې پېښه کې د نوموړي له کورنۍ او دوستانو سره ځان شریک ګڼو.
زموږ خواخوږي د ګیله من وزیر له کورنۍ او د هر مظلوم خپلواک مبارز سره ده.
خو په هر صورت، دا باید ټولو ته روښانه شي چې د تحریک طالبان پاکستان او پښتون ژغورنې غورځنګ په بیانیه او تګلاره کې څرګند توپیر شتون لري.
الله تعالی دې د مرحوم مغفرت نصیب کړي او کورنۍ ته دې د زړه صبر او اجر ورکړي.
محمدخراساني
د تحریک طالبان پاکستان ویاند
۰۵/ محرم الحرام /۱۴۴۶ھـ ق
۱۱/ جولای / ۲۰۲۴