د ملګرو ملتونو د تازه راپور په اړه د تحریک طالبان پاکستان دریځ

د ملګرو ملتونو د تازه راپور په اړه د تحریک طالبان پاکستان دریځ

بسم الله الرحمن الرحیم

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې د تحریک طالبان پاکستان په اړه یو ځل بیا د بې اساسه تورونو په لګولو سره د تحریک طالبان پاکستان د فکري او سیاسي پلوه له القاعدې سره د تړلو هڅه شوې ده. دغه راز د پاکستان د کورنیو چارو غلام وزیر  هم د سینټ په قایمه کمېټه کې لګول شوي تورونه بیا تکرار کړل.

مونږ دا ټول تورونه په بشپړه توګه ردوو، او ټولو عامو او خاصو ته دا روښانه کوو چې تحریک طالبان پاکستان کومه بهرنۍ اجنډا نه لري، زمونږ جګړه او مبارزه یوازې د پاکستان د اسلام دښمنه  امنیتي ادارو پر ضد ده، چې د هېواد او ولس حقوق او وسایل یې اشغال کړي دي.

موږ دغه سپېڅلی جهاد د خپلو درنو قومونو او نورو ولسونو په پوره همکارۍ له بهرنۍ لاسوهنې پرته په خپله خاوره کې روان ساتلی دی.

موږ په ډاډ سره وایو چې د پاکستاني ریاست له ظلمونو څخه د ستړي شویو خلکو په مټ په تېر یوه کال کې زموږ افرادي قوت یو په  دوه شوی دی او دا لړۍ لا هم روانه ده. الحمدلله. نو نه یو اړ چې د افغانستان او یا د کوم بل ګاونډي هېواد د خلکو او خاورې څخه ګټه او کار واخلو.

مونږ نړیوالو قدرتونو ته هم ویل غواړو چې په سیمه کې زمونږ د دښمن ترڅنګ په ودرېدو خپل راتلونکی مه بربادوئ. او د افغان جهاد له وروستي تاریخ څخه زده کړه او درس واخلئ، کنه نو تحریک طالبان پاکستان هم، هغوی ته د درس ورکولو په هنر ښه پوهېږي چې د دښمن ملاتړ یې کوي.

همداراز تحریک طالبان پاکستان په فکري لحاظ د جمهور اهل سنت والجماعت د عقیدې او افکارو لاروی یو جهادي تحریک دی، چې په اجتماعي مسایلو د اهل سنت والجماعت د مشهورې فقهې «فقه حنفي» څخه د دیوبند د اکابرو علماؤ د تشریحاتو په رڼا کې لارښوونې اخلي، همدا لامل وو چې د دغه سپېڅلي جهاد په اړه موږ ته د پاکستان د معتبرو دیوبندي مدرسو او له پنځو سوو څخه زیاتو جید حنفي دیوبندي مفتیانو لخوا لیکل شوې فتوا راکړل شوې وه.

محمدخراساني
د تحریک طالبان پاکستان ویاند

۰۶/ محرم الحرام /۱۴۴۶ھـ ق
۱۲/ جولای / ۲۰۲۴

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *