
د دروزیانو جګړه؛ د اسرائیل او احمد الشرع یوه دروغجنه سناریو د مجاهدینو د مصروفولو او له منځه وړلو لپاره
هغه جګړه چې د دروزیانو په نامه روانه ده، په حقیقت کې یوه سیاسی نمایش ته ورته ده، چې د اسرائیل او احمد الشرع له لوري جوړه شوې ده، نه یوه واقعي او عقیدوي جګړه. داسې ښکاري چې دا سناریو د عامه اذهانو د فریب لپاره طرحه شوې ده، تر څو خلک داسې تصور وکړي چې الشرع او د هغه اړوند جریان له صهیونیستي رژیم سره په جګړه بوخت دي، حال دا چې حقیقت بل ډول دی.
په دې نمایش کې د اسرائیل سره دښمني یوازې یو نقاب دی، چې د پټو همکاریو یا لږ تر لږه د غیر مستقیمې همغږۍ د پټولو لپاره کارول کېږي. د دې سناریو هدف دا دی چې د حقیقي مقاومت له جبهې څخه توجه واړول شي او د اسلامي امت غولول دوام ومومي.
بل لور ته، د دغسې دروغجنو جګړو یو پټ هدف دا هم دی چې هغه مهاجر مجاهدین، چې د اسلامي هیوادونو څخه د الله د رضا لپاره سوریې ته راغلي دي، په دغو سناریوګانو کې مصروف کړل شي، یا په داسې جګړو کې وکارول شي چې نه یوازې بېفایدې دي، بلکې د اسلام د دښمنانو په ګټه تنظیم شوي دي. په حقیقت کې، دا جګړې د حقیقي مجاهدینو د له منځه وړلو یوه بله پټه وسیله ده، پرته له دې چې مستقیم دښمن اقدام وکړي.