
د امارت اسلامي توپير د ابو محمد جولاني (احمد الشرع) له سوریه حکومت سره
ندا محمد نديم، د امارت اسلامي د لوړو زده کړو وزير ويلي چې په کابل پوهنتون کې به محصلينو ته د «دين ضروري مسائل» ورزده کړل شي.
په داسې حال کې چې د قدرت په پيل کې ابو محمد جولاني (احمد الشرع) ويلي وو: «سوريه افغانستان نه ده، موږ د طالبانو په څېر افراطي نه يو.»
او څو ورځې وړاندې د جولاني د حکومت د بهرنيو چارو وزير د امريکا له سيانان سره په مرکه کې بيا هم همدا خبره وکړه چې: «سوريه د داعش او طالبانو په څېر افراطي نه ده.»
خو پرون بيا د جولاني د حکومت د لوړو زده کړو وزير ديني درسونه محدود کړل او پر ځای يې د موسيقۍ او د رقص هنر مضمونونه داخل کړل!
برعکس، د افغانستان امارت اسلامي په پوهنتونونو او مدرسو کې د اسلامي مباني او ديني علومو پياوړي کوي او هغه مضامين ځای پر ځای کوي چې د هر مسلمان لپاره ضروري دي.
نو موږ په څرګنده وايو:
امارت اسلامي د تاسو په څېر سکولارزده او د لوېديځ او امريکا تعقيب کوونکی نه دی، بلکې د قرآن او سنتو پر لاره روان دی.