
د مجازي فضا د امارت اسلامي ملاتړو ته خبرداری
اې هغه کسان چې په مجازي فضا کې ځان د امارت اسلامي ملاتړي ښيئ!
خبر شئ او سترګې پرانیزئ! تاسو چې نن د ابو محمد جولاني احمد الشرع، د سوریې د حکومت د مشر، ملاتړ کوئ، باید حقیقت ووینئ.
همدغه خاین احمد الشرع د قدرت په پیل کې وویل: «موږ د طالبانو په څېر افراطي نه يو.»
او څو ورځې مخکې د جولاني د حکومت د بهرنيو چارو وزير همدا خبره بيا تکرار کړه.
جولاني احمد الشرع په خپله ژبه په ښکاره وايي: «زه لېبرال او سکولار يم.»
خو ځینې ملاتړي یې لا هم انکار کوي او وايي: «ته اسلامي يې!»
دا څه مانا لري؟
اسلام يوازې په شعار نه دی، بلکې اسلام دی د ژبې په اقرار، د زړه په ايمان، او د عمل په اطاعت.
کله چې جولاني په خپله وايي: «زه اسلامي نه يم»، نو ولې غوږونه کاڼه او سترګې ړندې دي؟ ولې د جولاني د ملاتړو پر غاړو دا قلاده لا پسې کلکېږي؟
پرون د جولاني د حکومت د لوړو زده کړو وزير ديني او قرآني درسونه لرې کړل او د موسيقۍ او رقص مضمونونه يې ځای پر ځای کړل!
نو اې سادهلوحه ملاتړو!
په خپلو سترګو وګورئ او د جولاني او د هغه د سکولار پيروانو په دروغجنو خبرو غولېدلي مه پاتې کېږئ.
اسلام د لوبې او تش شعار نوم نه دی؛ اسلام يوه حقيقت دی چې په ايمان او عمل سره څرګندېږي.