پوښتنه د امارت اسلامي پلویانو ته

پوښتنه د امارت اسلامي پلویانو ته

ايا څوک پوهېږي چې ابو محمد جولاني (احمد الشرع) د محمد بن عبدالوهاب نجدی منهج تعقیبوي؟

تمامې ډلې چې په شام کې وې، ټول نجدی، وهابي او سلفي وې، او یو بل یې تکفیر کاوه. اوس یوازې څو ډلې پاتې دي، چې یوه یې د جولاني ډله ده.

هغه څوک چې په پیل کې د جهاد او اسلام خبرې کولې،

خو کله چې واک ته ورسيد، په یوه مرکه کې یې وویل:

«شام افغانستان نه دی، قبله نه ده»،

او بیا وزیر یې اعلان وکړ چې: «موږ په شام کې د داعش او طالبانو افراطیان نه یو».

دا څه معنی لري؟

یعنې هغه چې په پیل کې د شریعت، جهاد او توحید شعارونه ورکول،

اوس د غرب، سکولاريزم او مصالحو مخې ته سر ټیټ کړی.

هغه خپله ډله د اصلي اسلامي جهاد له لارې لرې کړې او ځان یې د نړۍ په سیاسي لوبو کې شامل کړی.

په ساده ټکو: جولاني چې د جهاد او شریعت داعیه لرله، اوس د هغې پر ځای د سازش، سیاست او غرب خوښۍ ته ځان اړولی.

همدا دلیل دی چې لوېديځ هغه په رسمیت پېژني، خو د حقیقي توحید او جهاد امارت اسلامی نه پېژني.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *