
غرب غواړي د امارت اسلامي نه، دویم جولاني جوړ کړي
نن ورځ غرب او امریکا په فریبېدلې څېره او د «سیاسي تعامل» او «د نړیوالو اړیکو د ساتنې» په پټو ژمنو سره هڅه کوي چې د افغانستان امارت اسلامي د خپل اصلي هدف، یعني د شریعت د تطبیق او د اسلامي نظام د ټینګولو له روحيې څخه بې برخې کړي. هغوی غواړي د امارت اسلامي له کابل څخه هم هغه نسخه جوړه کړي چې په شام کې د ابو محمد جولاني په بڼه عملي شوه؛ داسې حکومتي بڼه چې یوه ورځ د جهاد شعار به یې و، خو نن د غرب تر سیوري او د صهیونیزم تر پوښ لاندې په مجاهدینو باندې واکمني کوي.
جولاني چې په پیل کې د طاغوت پر ضد او د اسلام د دفاع په نامه راپاڅېد، کله چې د نړیوالو فشارونو او د نړۍ د وعدو سره مخ شو، له خپلو اصولو څخه بې برخې شو؛ علما او مخلص مجاهدین یې ځپل، او د شریعت پر ځای یې خپل سیاستونه د سکولاریزم او سفارتخانېزو امرونو تابع کړل. نن سرزمین شام، چې باید د عزت ډاډمن مرکز وای، د ترکېې، امریکا او اسرائیلو د نفوذ میدان ګرځېدلی دی.
غرب له دې خیانتآمیزې تجربې زده کړه چې د جهاد د له منځه وړلو لپاره لازم نه دي چې الوتکې راوغورځوي؛ بس رهبران په سیاسي قفسونو کې راګیر کړه شي چې پخپله د شریعت دروازې وتړي. او اوس هم همغه پالیسي په افغانستان تطبیقېږي: په دیپلوماتیکو فشارونو، اقتصادي بندیزونو، او په ظاهره د بشري حقوقو او د ښځو د ګډون په نوم د خبرې تپل دي — دا ټول هغه وسایل دي چې امارت له دننه څخه نرم کړي. دوی د جنګ د راوپارولو لپاره د پاکستانیانو مزدورانو له لارې د جګړې د رامنځته کولو هڅې هم کوي، فشارونه زیاتوي، اقتصادي تحریمونه لګوي او د افغانستان شتمنۍ او شتمني بلاکوي.
خو مسلمان ملت باید پوه شي چې د خپلواکي او عزت لار د ایمان او مقاومت له لارې تېریږي، نه د غرب سره په سازش او تسلیمۍ. که چیرې امارت اسلامي له خپل دیني اساس څخه لاس واخلي، که شریعت د نړیوالو ادارو د غوښتنو په بدل کې خرڅ شي، نو بیا به توپیر د کابل او ادلب ترمنځ له منځه ولاړ شي.
تاریخ خبرداری راکوي: د جولاني لار، د سقوط لار ده؛
نو امارت اسلامي ته یو ځل بیا وایو: د سیاست په نامه د خپل ځان په خرڅولو کې مه غلېږئ؛ ځکه غرب تل غواړي چې نوي جولانيان جوړ کړي.