علم او ټکنالوژي؛ د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان د دفاع ستنې

علم او ټکنالوژي؛ د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان د دفاع ستنې

د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان د معارف وزیر حبیب‌الله آغا وروستیو څرګندونو چې د تخنیکي پوهې او ټکنالوژۍ د پیاوړتیا اړتیا ته یې اشاره کړې، د امارت مشرتابه هغه ژور بصیرت ښيي چې د اسلامي خاوري د دفاع د نوې بڼې په هکله لري. هغه د پاکستان سره د سرحدي نښتو یادونه وکړه او ویې ویل چې دښمن ځواکونه په ځمکنۍ جګړه کې د مقاومت توان نه درلود؛ خو د راکټي وسایلو او عصري تجهیزاتو په برخه کې برلاسي ول — دا بیا روښانه کوي چې نننۍ جګړې یوازې په ټوپک او خندق نه وي؛ بلکې په علم او ټکنالوژۍ هم تړلې دي.

همدغه حقیقت قرآن عظیم‌الشان هم موږ ته په څرګنده توګه یادونه کوي، چنانچه الله تعالی فرمایي: وَأَعِدُّوا لَهُم مَا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ (سورة الأنفال، آیه ۶۰)

«او چمتو کړئ د هغوی لپاره (دښمنانو) هر څومره قوت چې وس مو وي، او د اسپو تړلي دستې، تر څو د الله د دښمن او ستاسو د دښمن زړونه پرې وډار کړئ، او د نورو هغو خلکو هم چې تاسو نه پېژنئ خو الله یې پېژني.»

دغه آیت د اسلامي امت لپاره د تلپاتې لارښود حیثیت لري؛ دا موږ ته امر کوي چې د هرې ممکنې وسیلې، مهارت او ځواک په چمتو کولو کې باید کوښښ وشي — که هغه د نظامي طاقت وي، یا د علم، صنعت، او ټکنالوژۍ قوت. د علم، تخنیک او مهارت لوړول خپله د جهاد یوه برخه ده.

دارالاسلام افغانستان — چې د مجاهدینو د وینو او الهي نصرت په برکت ولاړ دی — باید د ایمان د ټینګښت او د جهاد د روح د پیاوړي کولو ترڅنګ، د پوهنې او زده کړو ډګر ته هم پراخه پاملرنه وکړي. د تخنیکي پوهنې پیاوړتیا، د انجینیرانو روزنه، د مخابراتو متخصصینو، د نظامي صنایع کارپوهانو او د ټکنالوژۍ ماهرانو روزل، نن هومره ضروري دي څومره چې د قرآن او فقهې تعلیم. ځکه دښمن اوس د هوښیار وسلو، بې‌پيلوټه الوتکو او سایبري جګړو وسلې کاروي، او له دې ننګونو سره یواځې د اسلامي عزم او علمي قوت په مرسته مقابله کېدای شي.

نو ځکه، دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان باید خپله راتلونکې په دریو ستنو ولاړه کړي: ایمان، علم، او عمل.

ایمان د مقاومت روح دی؛ علم د ځواک وسیله ده؛ او عمل هغه تطبیق دی چې دواړه په میدان کې حقیقت ته اړوي. که دا درې سره یوځای وي، نو هیڅ ځواک په نړۍ کې د افغانستان د مسلمان امت پر وړاندې د تسلط توان نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *