
دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان د “جولانيسازي” په دام نه لوېږي
بعضی خلک ګومان کوي چې دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان به د شام د جولاني او احمدالشرع په شان انجام ومومي؟
هغه چې پرون په مورچل و، نن د “تروریزم ضد عملیات” نوم لاندې د امریکایي پروژې ترڅنګ دريږي؟
ایا فکر کوي چې همدې ډرامه به دلته هم تکرار شي؟ جګړه د “تروریزم” په نوم، خو اصل کې د شریعتګرو او مجاهدینو پر ضد؟
نه
دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان نه غولېږي، نه خرڅېږي، نه د «تروریزم جوړونې» لوبه قبلوي.
زموږ فیصله د قرآن پر حکم ده — نه د واشنګټن او نه د ریاض پر میز.
د الله حکم روښانه دی:وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ (شوری/ ۳۸)
یعنې د مؤمنانو کار په خپل منځ کې د شوری له لارې کېږي — نه د کافر سفارتونو په قومانده.
د دښمن امید په تفرقه او تکفیر دی
په امت کې ناسم فهم لرونکي ډلې شته؛
داعش د غلط تکفیر په لاره روان دي — مسلمان پرې مرتد بولي،
او د کفارو پر ځای د طاغوت او غرب چرخ ته اوبه ور اچوي.
دغه منهج چې د محمد بن عبدالوهاب نجدی تابع دی ،
کلونه کېږي د امت تر منځ دغه منحرف منهج — لکه د صهیونستي سرطان زخم د اومت په وجود کی دی .
خو دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان پوه دی او نه د جولاني ډوله په دام لوېږي، او نه د تکفیري غوغا پسې ځي.
زموږ دریځ کره دی
- موږ د شریعت ملاتړ کوو — نه د شریعت دښمنانو.
- موږ مسلمانان یوځای کوو — نه د پردیو لپاره ټوټې یې کوو.
- موږ د «جولانيسازي پروژه» خاورې ته سپارو — نه یې تقلید کو.
- زموږ لاره د حق مجاهدینو لاره ده — نه د نمایشي مزدورانو.
- دلته دارالاسلام افغانستان دی —
نه هغه هډي چې مجاهد ترې په معاشخور مزدوران بدل شي.