
مولوي عبدالحمید زاهداني ته خطاب او پیغام د شعب ابیطالب د درې کلن محاصرې په رڼا کې د امریکا سره د سازش د نظریې رد
ای مولوي عبدالحمیده!
که لږ د رسولالله صلیاللهعلیهوسلم په سیرت کې فکر وکړې، پوه به شې چې د شعب ابیطالب درې کلنه اقتصادي او اجتماعي محاصره یوازې یو تاریخي کیسه نه وه، بلکې د امت لپاره د هر زمان ستر درس دی.
مسلمانانو درې کاله په سختو لوږو، تاوتریخوالي، اقتصادي محاصره او ټولنیز تبعید کې صبر وکړ.
که دا ستا د نن ورځې خبره سمه وای چې:
«د فشار د مخنیوي لپاره سازش ښه دی»،
«مسلمانان باید د تحریم له امله زیان و نه ویني»،
«له ستر قدرتونو سره مدارا او نرمش لازم دی»،
نو بیا رسولالله صلیاللهعلیهوسلم ولې دا آسانه لاره ونه منله؟
که د کفارو سره سازش د محاصرې د ختمېدو مشروعه او روا لار وای،
آیا رسولالله صلیاللهعلیهوسلم به د اسلام له عزت او استقلال نه تېرېده؟
آیا هغه به درې کاله لوږه، تودې شګې او سختې محاصرې زغملې؟
آیا د مشرکانو د غوښتنو منل به ورته اسانه نه وو؟
نه!
ځکه چې د اسلام عزت په سازش نه ساتل کېږي،
او د امت استقلال د دښمنانو په دروازه ټکولو نه پاتې کېږي.
خو ته—په داسې حال کې چې ځان د امام ابوحنیفه رحمهالله پیرو معرفي کوې—نن داسې خبرې کوې چې نه د رسولالله له منهجه سره سمون لري او نه د امت له عزت سره.
څنګه د هغه نبي اتباع ادعا کوې چې امرونه یې عملي نه کوې؟
ولې خلکو ته د امریکا سره د سازش فتواوې ورکوې؟
ولې مسلمانان دې دې ته هڅوې چې د اقتصادي فشار د وېرې له امله د کفارو لاسونونه ونیسي؟
ته خو آن دارالاسلام ایران ته هم همدا مشوره ورکوې چې ګواکې د اقتصادي تحریم د مخنیوي لپاره دې له امریکا سره نرمش وکړي!
او بیا دا مشوره ته امارت اسلامي افغانستان ته هم ورسوې چې ګواکې د فشار مخنیوی په سازش کې دی!
خو تاریخ او دین دواړه فریاد کوي:
که د قریشو تحریم د سازش دلیل وای، نو رسولالله به درې کاله محاصره نه تېراتله!
که نرمش د نجات لار وه، نو شعب ابیطالب به معنا نه لرله!
که سازش روا وای، د رسولالله سیرت به نور حجت نه و!
نو ته نن څنګه هغه خبره روا ګڼې چې رسولالله صلیاللهعلیهوسلم رد کړې وه؟
څنګه امت د داسې لارې طرف ته بیاوې چې د اسلام عزت او استقلال قرباني کوي؟