
وحدت د نصرت شرط دی؛ د معاصر جهاد حالت ته قرآني نظر
الله تعالی د مسلمانانو د نصرت او بریا لاره په ډېر روښانه ډول په قرآن کریم او د رسول الله ﷺ په سنت کې بیان کړې ده؛ لکه څنګه چې د شکست، ناکامۍ، فشل او د هیبت د زوال لاره یې هم په صراحت سره څرګنده کړې ده. دا الهي بیان مبهم او مجمل نه دی، بلکې روښانه، محکم او نهانکارېدونکی دی.
الله تعالی فرمایي:
«إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ»
که تاسو د الله مرسته وکړئ، الله به ستاسو مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به ټینګ کړي.
(محمد: ۷)
او په یوه روښانه خبرداري کې فرمایي:
«وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ»
یو له بل سره شخړه مه کوئ، که نه نو کمزوري به شئ او ستاسو هیبت به له منځه ولاړ شي.
(الأنفال: ۴۶)
دا آیت په ښکاره ډول څرګندوي چې فشل، ناکامي او د هیبت له منځه تلل د اختلاف او تفرقې مستقیمه پایله ده، نه د امکاناتو کموالی او نه هم ظاهري کمزوري.
اهلِ جهاد او شریعتپالو ته خطاب
دا وینا عامو خلکو ته نه ده؛ بلکې خطاب یې اهلِ جهاد او شریعتپالو جریانونو ته دی، هغو ته چې د اسلامي خاورو په بېلابېلو سیمو کې د امریکايي اشغالګرو او د هغوی د محلي مزدورانو پر ضد جهاد کوي.
نن په ډېرو اسلامي هېوادونو کې دا واقعیت وینو چې دښمن یو دی، خو جهادي شریعتپالې ډلې متفرقې، جلا او کله ناکله له یو بل سره متنازعې دي؛ هره ډله د خپل نوم، بیرغ او تشکیلاتو لاندې فعالیت کوي.
د وحدت الهي معیار
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«المؤمنُ للمؤمنِ كالبنيانِ يشدُّ بعضُه بعضًا»
مؤمن د مؤمن لپاره د ودانۍ په شان دی، چې یوه برخه یې بله ټینګوي.
(بخاري او مسلم)
او همدارنګه یې فرمایلي دي:
«دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ»
تعصب پرېږدئ، ځکه چې هغه ناولی او مردود دی.
(بخاري او مسلم)
نو هر ډول تشکیلاتي، گروهي یا اسمي تعصب چې د اهلِ جهاد د صفونو د تفرقې سبب شي، د شریعت له نظره مردود دی؛ که څه هم د دین او جهاد په شعارونو سره توجیه شي.
شرعي پایله
وحدت د توحید، شریعت او صحیح منهج پر محور د الهي نصرت د تحقق شرط دی؛
او تفرقه، نزاع او څوپارچګۍ د نصرت د محرومیت او د امت د دوامداره کمزورۍ لامل ګرځي.
هره بلنه چې د اهلِ شریعت په صفونو کې اختلاف زیاتوي، د الهي سنتونو پر خلاف ده؛
او وحدت ته بېرته راګرځېدل، یوازې سیاسي انتخاب نه، بلکې یو شرعي مکلفیت دی.