کله چې دین د سکولر سیاست وسیله شي

کله چې دین د سکولر سیاست وسیله شي

کاتب: مُلا نور احمد (کوټه)

هغه علما او ګوندي مشران چې په پاکستان کې د دین تر نوم لاندې سیاسي حزبونه جوړوي، خو عملاً د سکولر، امریکا-پال نظام برخه ګرځي، نور د امت د رهبري مقام نه لري.

دوی په خپله کړنه کې دین د قدرت خدمتګار او شریعت د سیاست له منځه شړلی دی.

دا یو روښانه حقیقت دی:

په سکولر نظام کې فعاله ګډون او د شریعت د دفاع دعوه یو له بل سره نه جوړېږي.

کله چې غیرالهي اساسي قانون منل کېږي، کله چې د لوېدیځ امنیتي تړونونه مشروع ګڼل کېږي، او کله چې پر مسلمانانو تېری د نرم الفاظو په پرده کې توجیه کېږي

دا فقه نه ده؛ د دین تحریف دی.

تکراري څېره، یو شان رول

تاریخ دا څېره ښه پېژني؛

هغه کسان چې پرون په افغانستان کې

د امریکا او ناټو تر سیوري لاندې ودرېدل، نن په پاکستان کې د هماغه تابع نظام لپاره دیني مشروعیت جوړوي.

نومونه بدلېږي، خو رول یو دی: دین د ولس د غولو لپاره، نه د طاغوت پر ضد د درېدو لپاره.

دین د امت لپاره که د پنجاب د واک لپاره؟

کله چې چوپتیا د «مصلحت» په نوم سینګارېږي، کله چې جوړښتي ظلم د «سیمه‌ییز ثبات» تر عنوان لاندې توجیه شي، او کله چې دارالاسلام د ملاتړ پر ځای د «شخړې لوري» ته راټیټ شي دا بې‌طرفي نه ده؛ د واکمن ځواک سره همغږي ده.

قرآن خبرداری ورکړی:

هغه زړونه چې حق وپېژني خو پرې عمل ونه کړي، د قساوت او انحراف پر لور ځي؛ او دا انحراف د امت لپاره له پوځي تېري هم خطرناک کېدای شي.

پایله

• په سکولر نظام کې ګډون د شریعت‌غوښتنې له دعوې سره نه جوړېږي.

• د تېري توجیه کول نصیحت نه دی؛ په دین سیاست کول دي.

• د افغانستان تجربه وښوده:

هر ځای چې دین د قدرت وسیله شو، لومړی استقلال له منځه لاړ، بیا امنیت، او په پای کې خپله دین قرباني شو.

امت باید خبر وي:

دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان د خپلواکۍ او شریعت حاکمیت ته ژمن دی، او هېڅ تړون یا فشار د دې ارادې ماتولو توان نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *