
د سیمې د «اشغالګرو سکولاریستانو مثلث» له نوې نقاب سره اشنا شئ
هغه څه چې نن په سیمه کې روان دي، یوازې پوځي جګړه نه ده؛دا د روایتونو، نقابونو او انحرافي وسیلو جګړه ده.د امت دښمن دا ځل د نوې تورې، خو له پېژندل شویو څېرو او ګډو مأموریتونو سره میدان ته راوتلی دی.
دا خطرناک مثلث باید په دقت وپېژندل شي.
- د پنجاب رژیم؛ د اشغال پر وړاندې چوپتیا، د مظلومانو پر وړاندې جنایت
د پنجاب رژیم د غزې د اشغال پر وړاندې چوپ پاتې شو؛لکه څرنګه چې یې کلونه د افغانستان د اشغال پر وړاندې هم خاموشي اختیار کړې وه.
خو دا چوپتیا هېڅکله بېطرفي نه وه؛ځکه همدا رژیم د خپلو بمونو او جنګي الوتکو په وسیله بېدفاع ښځې او ماشومان په نښه کړل او د مظلومانو وینې یې تویې کړې.
د اشغالګرو پر وړاندې چوپتیا او د مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی د یوې سکې دوه مخونه دي.
- د محمد بن عبدالوهاب نجدی پر منهج روان نجدی داعشیان؛ د امت پر ضد اجارتي تورې
د نجدی داعشیانو قدس او مکه هېر کړل؛ خو د امریکا او اسرائیلو پر ځای یې خپلې تورې د امت د جهادي بازوګانو پر لور واړولې.
دا انحراف تصادفي نه دی؛ بلکې یو پلان شوی مأموریت دی د مقاومت د کمزوري کولو لپاره او د امت د قهر د اصلي دښمن څخه اړولو لپاره.
- تښتېدلي مرتد باغیان؛ د اشغال د ناکامې پروژې پاتې شوني
دا هماغه کسان دي چې شل کاله د کفري اشغالګرو ترڅنګ ولاړ وو او نن هم له خپل تېر څخه عبرت نه اخلي.
دوی یو ځل بیا د هماغو قدرتونو په لټه کې دي چې پرون یې پرېښودل، او نن هم یوازې د وسیلې په توګه ترې استفاده کېږي تر څو د ملتونو له ارادې راټوکېدلو نظامونو باندې فشار راوړي.
- مولوي عبدالحمید زاهداني؛ د سکولارسازۍ نرم بازو
د مولوي عبدالحمید زاهداني رول نه د مقاومت د ګفتمان په پیاوړتیا کې لیدل کېږي، بلکې د سکولار مفاهیمو په عادي کولو
او له بهرنیو فشارونو سره په همغږۍ کې تفسیرېږي.
د هغه دریځونه او ویناوې، په شعوري یا لاشعوري ډول، د داسې یوې پروژې په چوکاټ کې عمل کوي چې امریکا او صهیونیزم ترې ګټه اخلي؛ یوه پروژه چې د کفر د اشغال او تسلط پر وړاندې د درېدو پر ځای، د امت د یووالي کمزوري کولو او د مقاومو او جهادي جریانونو د مشروعیت له منځه وړلو ته تمرکز لري.
وروستۍ خبرداری
نن د سکولاریستانو نوې توره یوازې پوځي نه ده، بلکې فکري، رسنیزه او امنیتي ده.
د دې انحرافي مثلث پېژندنه د امت د یووالي د ساتنې لومړنی ګام دی او د اشغال، نفاق او فریب پر وړاندې د درېدلو بنسټ دی.