د شریعت د حاکمیت او د علماوو د رسالت منشور؛ په کندهار کې د علماوو په لویه غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ویناوو شذرې

د شریعت د حاکمیت او د علماوو د رسالت منشور؛ په کندهار کې د علماوو په لویه غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ویناوو شذرې

«العلماءُ ورثةُ الأنبياء»

په کندهار ولایت کې په رامنځته شوې معنوي فضا کې، د یاد ولایت د ولسوالیو د علماوو لویه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخ‌الحدیث والتفسیر مولوي هبة‌الله آخندزاده (حفظه‌الله تعالی) په شتون او لارښوونکې وینا سره ترسره شوه. عالیقدر امیرالمؤمنین په دې نوراني محفل کې د اسلامي نظام د بقا او د امت د عزت لارنښود په لاندې محورونو کې بیان کړ:

۱. علمي مرجعیت او شرعي رهبري

عالیقدر امیرالمؤمنین د فقاهت پر لوړ مقام باندې په ټینګار سره وویل، چې علماء کرام په ټولو شرعي چارو کې د امت حقیقي مشران او رهبران دي. نوموړي څرګنده کړه چې نه یوازې عام خلک، بلکې د اسلامي نظام ټول امیران او مسؤلین مکلف دي چې د علماوو له لوري د صادرو شویو شرعي احکامو مطلق اطاعت وکړي. د دارالاسلام په نظام کې، هدایت او مشوره د علماوو په تخصص او تقوا کې ریښه لري.

۲. د تحریف پر وړاندې د دین له حریمه ساتنه

د اسلامي امارت زعیم، علماء د اسلام ابدي ساتونکي وبلل او یادونه یې وکړه چې د تاریخ په اوږدو کې باطل صف تل هڅه کړې چې الهي احکام کمزوري او تحریف کړي. هغه خبرداری ورکړ چې دا بریدونه نن هم په نویو بڼو دوام لري او دا یوازې د علماوو کلک هوډ او بصیرت دی چې د عقیدتي انحرافاتو او د پردیو د نفوذ مخه به ډب کړي.

۳. د ټولنې اصلاح او د منکراتو له منځه وړل

عالیقدر امیرالمؤمنین د عامه اخلاقو په سمون کې د علماوو رول حیاتي وباله او ویې فرمایل: «که علماء کرام کلک هوډ او اراده وکړي، نو له ټولنې څخه به د منکراتو او بدبختيو یوه لویه برخه ورکه شي.» د علماوو مسؤلیت دا دی چې د هغو جاهلانه رواجونو او غیرشرعي دودونو پر وړاندې مبارزه وکړي چې په اسلامي خاوره کې د پرمختګ او برکت مخه نیسي.

۴. د ملت د اطاعت‌پذیرۍ د روحې قدرداني

عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د کړېدلي ملت د مجاهدتونو او وفادارۍ څخه په ژورې مننې سره وویل: «زه د افغانستان له خلکو او علماوو څخه ډېر منندوی یم چې په پوره اخلاص له اسلامي امارت څخه اطاعت کوي او د ملت او نظام ترمنځ دا تړون نه شلېدونکی دی.»

۵. یووالي او د مسؤلینو بیدارۍ ته بلنه

د ویناوو په پای کې، عالیقدر امیرالمؤمنین علماوو او مسؤلینو ته ځینې ستراتیژیکې لارښوونې وکړې:

• یووالی او همغږي: خلک یووالي ته وهڅوئ او په خپلو منځونو کې د ورورګلوۍ، مذاکرې او تفاهم روحیه ژوندۍ وساتئ.

• د جاهلیت د دودونو پای: د غیراسلامي او خرافاتي رواجونو د ختمولو لپاره په جدیت سره هڅه وکړئ.

• شپې او ورځې ویښتیا: د نظام مسؤلین باید یوه شېبه هم له غفلته کار وانخلي؛ ولس ته خدمت او د امانت ادا کول، شپه او ورځ ویښتیا او مجاهدت ته اړتیا لري.

«وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ»

د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان

 د مطبوعاتي دفتر –

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *