
د پکتیکا او ننګرهار د شهیدانو غچ؛ د لوبې پای موږ ټاکو!
به قلم: ابومحمود کندزی
«وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ»
د دارالکفر پاکستان مزدور او وحشي رژیم تېره شپه یو ځل بیا خپله بې غېرتي ثابته کړه او په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې یې پر بې دفاع ملکي خلکو او تنکيو ماشومانو بمبار وکړ، چې له امله یې لسګونه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.
اوس دغه مکار دښمن ادعا کوي چې “نظامي عملیات پای ته رسېدلي دي”؛ خو دوی ته باید په کلکه وویل شي:
هغه لوبه چې تاسو په نیمه شپه او په بزدلانه ډول پیل کړې ده، پای به یې ستاسو په لاس کې نه وي! د دې لوبې خاتمه به موږ (افغانان) په خپل لاس لیکو.
پاکستاني جنرالان دې په یاد وساتي:
۱. د فرعونانو قبرستان: تاریخ شاهد دی چې د هر عصر فرعون د افغانانو په لاس له ماتې سره مخ شوی دی. موږ د هغو زبرځواکونو غرور په خاورو لړلی چې ټوله نړۍ ورته په ګونډو وه.
۲. د افغانانو سوک: پاکستان په خپل بې ځایه غرور سره د افغان غیرت سوک ځان ته متوجه کړی دی. چا چې د افغان په خاوره تېری کړی، بېرته یې خپله خاوره په وینو لړلې لیدلې ده.
۳. انتقام زموږ پور دی: افغانانو هیڅکله د خپل مظلوم په وینه معامله نه ده کړې او نه یې هم غچ (انتقام) پر بل چا پرېښی دی. د پکتیکا او ننګرهار د هغو بې ګناه ماشومانو د وینې پور به په داسې ډول اخیستل کېږي چې ستاسو نسلونه به یې هېر نه کړي.
الله تعالی هر ظالم فرعون د افغانانو په لاس هلاک کړی او د پاکستان دغه ظالم نظام به هم د خپل وحشت او مکر سزا په ډېره سخته بڼه وګوري.
انتظار وباسئ! زموږ غبرګون به د هغه طوفان په څېر وي چې ستاسو د غرور ماڼۍ به ونړوي.