
د دارالاسلام افغانستان د اسلامي امارت د د دفاع وزارت خبرتیا، د تېرې شپې د غچ اخیستونکو بریدونو د پایلو په اړه:
وروسته له هغه چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د دارالکفر نظامي حلقې په ښکاره سپینسترګۍ د افغانستان پر پاکه خاوره تېری وکړ، د هېواد حریم یې نقض کړ او په خپلو بریدونو کې یې بېګناه ښځې او ماشومان شهیدان کړل؛ په ځواب کې یې تېره شپه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په نهمه نېټه (د ۲۰۲۶ ز کال د فبروري له ۲۶مې سره سم) د شپې په ۸ بجو، د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا په ختیځو او سویل ختیځو محورونو کې د پاکستاني دارالکفر د ځواکونو مواضع تر اغېزمنو او ځپونکو ضربو لاندې راغلل.
په دغو غچ اخیستونکو عملیاتو کې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې ترسره شول، په ټولیزه توګه ۵۵ پاکستاني سرتېري ووژل شول، دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې فتحه او ونیول شوې.
دا بریدونه د ډیورنډ کرښې هاخوا او د پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کنر او نورستان ولایتونو ته څېرمه د پاکستان د نظامي رژیم د ځواکونو پر ضد ترسره شول. په دغو عملیاتو کې ټاکل شوي هدفونه د پلان سره سم ترلاسه شول او د شپې په ۱۲ بجو د اسلامي امارت د لوی درستیز په امر جګړه بنده شوه.
د دغو غچ اخیستونکو عملیاتو په جریان کې، ځواکونو په ډېر لوړ مورال سره د پاکستاني ځواکونو دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې په همغږي ډول له منځه یووړې او له څلورو نورو پوستو څخه پاکستاني پوځیان په خپله وتښتېدل.
د څلور ساعته درنې جګړې په پایله کې ۵۵ پاکستاني پوځیان ووژل شول چې د ځینو جسدونه د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د افغانستان خاورې ته را انتقال شوي دي؛ یو شمېر یې ژوندي اسیران شوي او پاتې نور یې په تېښته بریالي شوي دي.
په دغو عملیاتو کې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې، مهمات او نظامي تجهیزات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي. همدارنګه د دښمن یو ټانګ له منځه تللی او د سرتېرو د لېږد یو لوی نظامي موټر هم په غنیمت نیول شوی دی.
په دې غچ اخیستونکو عملیاتو کې د اسلامي امارت ۸ تنه سرتېري شهیدان او ۱۱ تنه نور ټپیان شول. همدارنګه په ننګرهار کې پر یوه مهاجر کمپ باندې د دښمن د توغندیز برید په پایله کې زموږ ۱۳ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
والسلام
د دارالاسلام افغانستان د اسلامي امارت د د دفاع وزارت
۹ رمضان ۱۴۴۷ هـ.ق
۱۴۰۴/۱۲/۷ هـ.ش ــ ۲۰۲۶/۲/۲۶ م