
د شوروي او امریکا د اشغال کلیزې او د علماوو چوپتیا
شپږم د جدي ۱۳۵۸هـش د شوروي د وحشیانه یرغل توره ورځ وه، او پنځلسم د میزان د امریکا او ناټو د اشغال پیل— دا دواړه د افغان مسلمان ولس لپاره د درد، تباهۍ او ازمیښت کلونه وو.
تاریخ موږ ته دا درس راکوي چې اشغال هېڅکله د امت په ځواک نه بریالی کېږي، بلکې هغه وخت دوام مومي چې داخلي فریبخوړلي او د پردیو ملاتړي پیدا شي.
همدلته د عقیدې او ایمان مسله راولاړېږي.
- د عقیدې بنسټ او د مرجئهګرۍ خطر
اسلام یوازې شعاري دینداري نه ده؛اسلام د لا إله إلا الله مانا ده—یعنې د طاغوت انکار او د کفر له نظامونو څخه برائت. خو له بده مرغه، د شلو کلونو اشغال پر مهال
موږ ولیدل چې ځینې علما، چې ځانونه د امام ابو حنیفه رحمهالله پیروان بولي،په عمل کې د مرجئهګرۍ لاره خپله کړه:ایمان یې یوازې په دننه باطنی قلبی پورې وتړله،او د اعمالو، ولاء او براء مسئله یې کمرنګه کړه.
د همدې چوپتیا له امله د اشغال تر سیوري لاندې جوړ شوی اساسي قانون، ډیموکراسي او غیراسلامي نظامونه د «اسلام سره نهپهټکر» وښودل شول،او د پردیو ملاتړ ته د دین رنګ ورکړل شو.
– د علماوو مسؤلیت
علما مکلف دي چې امت ته روښانه کړي:
• د اشغال ملاتړ او د کفر له سیسټمونو سره سیاسي–امنیتي ملګرتیا د ایمان لپاره ستر خطر دی؛
• د ولاء او براء مسله د عقیدې له بنسټونو څخه ده؛
• د غیراسلامي قوانینو او ډیموکراسۍ مشروع ګڼل د شریعت له روح سره ټکر لري.
کله چې دا خبرې روښانه نه شي، خلک ګومان کوي چې هر ډول همکاري «جایزه» ده،او دا تر اشغال هم ستر فکري زیان دی.
د شوروي او امریکا اشغالونه موږ ته یو واضح پیغام لري:امت هغه وخت ټپي کېږي چې حق پټ شي او باطل ته توجیه پیدا شي. روښانه دعوت، سالمه عقیده او د طاغوت انکار یوازینۍ لار ده چې امت له تکراري فاجعو وژغوري.
حق که لږ هم وي، پاتې کېږي؛ او تاریخ به د چوپتیا بیه حتماً یادوي.