
د سیکولر نړۍ دوهګونتوب؛ ولې د هغوی قانون مقدس دی، خو د الله شریعت نه؟
د دارالسلام افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت وروستۍ اعلامیه، چې پکې په څرګنده ویل شوي: د اسلامي امارت پر قوانینو اعتراض، د الهي شریعت پر ضد اعتراض دی—یو ځل بیا د سیکولر نړۍ نفاق او دوهګونی معیار بربنډ کړ؛ هغه نړۍ چې د «قانون» په مفهوم کې تل په دوه مخۍ چلند کوي.
سیکولر کافره نړۍ، د انسان له ذهنه جوړو شوو قوانینو ته تر ټولو لوړه درجه د الزام، تقدس او سزا ورکوي.
په هغو هېوادونو کې چې ځانونه د «ډیموکراسۍ» مدعیان بولي:
• د مالیاتي، امنیتي یا سیاسي قوانینو سرغړونه د کلونو سخت بند سزا لري؛
• د هغوی پر حقوقي جوړښتونو عملي اعتراض د «ملي امنیت د ګواښ» تر نامه لاندې ځپل کېږي؛
• آن د ځینو ایډیولوژیکو سرو کرښو په اړه شک او پوښتنه، درانه ټولنیز او حقوقي لګښتونه لري.
خو همدا سیکولر نړۍ، کله چې خبره هغو قوانینو ته ورسېږي چې د کتاب الله، د رسول الله ﷺ د سنت، او معتبر اسلامي فقه پر بنسټ جوړ شوي وي—ناڅاپه د اعتراض ژبه پرانیزي او هغه «نه منل کېدونکي» بولي.
پوښتنه روښانه ده: ولې د بشر قانون سره کرښه ده، خو د الله قانون د لانجې وړ ګڼل کېږي؟
د دارالسلام افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په صراحت اعلان کړی چې:
• هېڅ ماده او بند د معتبر شرعي دلیل پرته نه دی تصویب شوی؛
• د قانون جوړونې بهیر د علماوو، قضايي بنسټونو او د فقه حنفي د اصولو تر څار لاندې ترسره شوی؛
• او پر دغسې قوانینو اعتراض، علمي نقد نه دی، بلکې د شریعت له اصل سره مخالفت دی.
دا دریځ نه افراط دی او نه استبداد؛ بلکې د د شریعت د حاکمیت روښانه تعریف دی.
لکه څنګه چې سیکولر دولتونه د خپلو بشري قوانینو دفاع کوي، همدارنګه یو اسلامي حکومت حق او مکلفیت لري چې د الهي قانون دفاع وکړي.
دا روشنگري یو ښکاره پیغام لري: سیکولر نړۍ له قانونه سره ستونزه نه لري؛
اصلي ستونزه دا ده چې قانون الهي نه وي، یوازې د بشر د ذهن جوړښوی قانون وي.