
جولاني؛ د شریعت له مبارزه څخه تر سکولاریزم پورې سقوط
به قلم: ابوهاجر خان آبادی
په داسې وخت کې چې په ډیرو څېرو پردې شولې، او ډېری د دین ادعا کوونکي په حقیقت کې د شهرت او واک تشنه دي، د «احمد الشرع» یا جولاني نوم، د فریب، بدلون او انحراف یو روښانه مثال دی. هغه سړی چې یوه ورځ یې ځان د توحید د علماوو شاګرد ښود، نن د هماغه علماوو په وړاندې ولاړ دی او هغو قوانینو او طریقی ته مخه کړې چې په بشپړ ډول د شریعت سره ټکر لري او لاره یې د سکولاریزم او د دنیاپسندۍ خواته بدله شوې ده.
جولاني هغه څوک دی چې په وياړ یې ویل: «موږ د لویو علماوو لکه ابومحمد مقدسي، ابوقتاده فلسطیني او ناصر علوان د فتواوو پابند یو.» خو نن هماغه علما هغه نه یوازې منحرف ګڼي، بلکې کافر هم ګڼي.
ابومحمد مقدسي ـ هغه عالم چې د جولاني د تیر وخت درناوی یې درلود ـ نن د هغه په اړه وايي:
«فلا تستغربوا من تكفيرنا للجولاني وكل من يناصره على قوانينه التي تضاد الشريعة… ومَن لم يُكَفّرهم ممن يفهم ذلك يُخشى عليه الكفر والتلاعب بالدين.»
یعنې: «د جولاني او هغو کسانو په اړه د تکفیر څخه مه حیرانېږئ چې د شریعت پر خلاف قوانین ملاتړ کوي، ځکه دوی په خپلو پخوانیو لیکنو، خطبو او فتواوو سره پر ځان کفر کړی، او څوک چې له دې حقیقت سره سره یې تکفیر ونکړي، د کفر او د دین سره د لوبې خطر پرې دی.»
دا څرګندوي چې د بدلون عامل علما نه دي، بلکې جولاني دی چې لاره یې بدله شوې ده. هغه له پیل څخه د ځان ښودلو مینه درلوده؛ د قدرت او شهرت تشنه و، نه د حقیقت او شریعت طالب. جولاني د رسنیو په وړاندې ځان مجاهد ښود، خو زړه یې په سیاسي ماڼیو او د کامرو مخې کې و.
نن چې کراوات یې تړلی او ځان «رئیس» بولي، د جهادي شعارونو او د شریعت وعدو څخه هېڅ نښه نه شته. جولاني، لکه زموږ د هېواد ډېر «ندیدبدید» کسان، یوه ورځ د دین ښکاره ننداره وکړه، خو کله چې واک او شهرت ته ورسېد، دین یې د جاه او مقام قرباني کړ.
هو، جولاني ټولو ته فریب ورکړ، خو تر ټولو مخکې، هغه پخپله فریب وخوړ. څوک چې د خپلې وړتیا څخه زیات قدرت ترلاسه کړي، طغیان کوي. هغه د جهاد له لارې د ریا په لارې او د شریعت له میدان څخه د سکولاریزم په ماڼیو کې ځای پرځای شو.
د جولاني برخلیک، د ټولو د دین او جهاد مدعیانو لپاره یوه ښکلې هنداره ده:
څوک چې دین د جاه او مقام زینه جوړوي، په پای کې به د همدې زینې له لارې سقوط وکړي.








