سيکولريزم د لويديځ په خدمت کې

سيکولريزم د لويديځ په خدمت کې

کاتب: مولوي محمد نعيم جليلي

کله چې په اسلامي خاورو د لويديځ مستقيم عسکري استعمار پای ته ورسيد، نو د دغو ټولنو واک هغو فکري سيکولر ډلګيو ته وسپارل شو چې هدف او موخه يې د ښوونې، کلتور، سياست، اقتصاد، او ټولنيزه برخه کې د دغو ټولنو غربي کول وو.

دا کار په تصادفي توګه سرته ونه رسيد بلکې له کله نه چې استعمار په دې پوه شو چې اسلامي ټولنې کرار کرار راويښيږي او نور د نظامي شتون او استعمار لپاره پلمه او بهانه نه پاتې کيږي، په لويديځ کې يې د دغو سيکولر عناصرو د روزنې لپاره ځانګړي مراکز پرانستل چې مستشـرقينو يې مشري کوله او د داسې افرادو او ډلګيو په روزنه يې پيل وکړ چې نومونه يې اسلامي او فکرونه يې آن له لويديځوالو هم مزخرف او تند وو. په دې اړه تر ټولو زياته پاملرنه يې مصـر ته وکړه، ځکه چې په اسلامي ټولنو کې مصر په علمي لحاظ مخکښ ؤ، او د ازهر له برکته يې په خواوشا ټولو اسلامي هېوادونو ځانګړی اغېز پروت ؤ.

دغو ډلګيو څو لسيزې په اسلامي هېوادو واکمني درلوده، چې عمومي لاس ته راوړنۍ يې، استبداد، ټولنيز فقر، علمي او د تکنالوژۍ په ډګر کې وروسته پاتې والی، د ژوند په هر اړخ کې په لويديځ اعتماد.. او داسې نورې په لسګونو ستونزې او ناخوالې وې.

د لويديځې مشروع تر ټولو ستره بريا په رسنيز ډګر کې وه چې د تل لپاره به يې ولسونو ته په ډيره سپين سترګۍ درواغ ويل او دنده يې په دريو ټکو کې خلاصه کيده، لومړی به يې دغو سيکولر عناصرو ته د آزادۍ د اتلانو په نامه تقدس ورکاوه او هغوی به يې په کاذبو او جعلي اتلوليو ستايل، دوهم کار يې د لويديځ د لويې، بشردوستۍ او رحمدلۍ ډنډوره غږول وو او درېيمه وظيفه يې بيا ولسونو ته د خيالي جنتونو درواغجنې وعدې وې.

دا هغه مهال ؤ چې خپله په لويديځو ټولنوکې نور د دوی بدرنګه څېره بربنډه شوې وه، هلته يې په مقابل کې د کمونيزم په بڼه قوي غبرګون راپورته شوې ؤ، له همدې کبله يو شمير اسلامي هېوادونه د دغه بلاک سره ودريدل او د اسلامي ټولنو لپاره يو بل داخلی سرخوږې پيدا شو.

خو کله چې کمونيزم د ظلم او تاړاک آوازه په نړۍ کې خپره کړه، د ساړه جنګ پر مهال لويديځ هم ترې په وېره کې شو، نو په يو شمير اسلامي هېوادونو کې اسلامي خوځښتونو لږه ساه واخيسته چې په دې سره په ټولنو کې اسلامي روح راژوندی شو،کرار کرار ولسونو اسلامي خوځښتونه وپيژندل او باور يې پرې زيات شو،خو د ساړه جنګ پای ته رسيدو سره سم يو ځل بيا لويديځ اسلامي نړۍ ته مخ کړ، او په خپل بشپړ ځواک يې د اسلامپالو په ځپلو پيل وکړ، دا هغه مهال ؤ چې ولسونو د اسلامي حرکتونو سره تړاو پيدا کړی ؤ، له دې کبله د لويديځ بړيڅي (سيکولران) د اسلامي ولسونو سره لاس او ګريوان شول، پاڅونونه وشول او د استبداد يو شمېر څلي او بتان را وپرځيدل، خو يو ځل بيا لويديځ چې په سر کې يې امريکا ده، په ډېره سپين سترګۍ خپل ټول شعارونه تر پښو لاندې کړل، بشـري حقوق، ډېموکراسي او ولسواکي، د بيان آزادي او ديته ورته شعارونه يې دړې وړې کړل، د ولسونو

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *