د امارت اسلامي توپير د ابو محمد جولاني (احمد الشرع) له سوریه حکومت سره

د امارت اسلامي توپير د ابو محمد جولاني (احمد الشرع) له سوریه حکومت سره

ندا محمد نديم، د امارت اسلامي د لوړو زده کړو وزير ويلي چې په کابل پوهنتون کې به محصلينو ته د «دين ضروري مسائل» ورزده کړل شي.

په داسې حال کې چې د قدرت په پيل کې ابو محمد جولاني (احمد الشرع) ويلي وو: «سوريه افغانستان نه ده، موږ د طالبانو په څېر افراطي نه يو.»

او څو ورځې وړاندې د جولاني د حکومت د بهرنيو چارو وزير د امريکا له سي‌ان‌ان سره په مرکه کې بيا هم همدا خبره وکړه چې: «سوريه د داعش او طالبانو په څېر افراطي نه ده.»

خو پرون بيا د جولاني د حکومت د لوړو زده کړو وزير ديني درسونه محدود کړل او پر ځای يې د موسيقۍ او د رقص هنر مضمونونه داخل کړل!

برعکس، د افغانستان امارت اسلامي په پوهنتونونو او مدرسو کې د اسلامي مباني او ديني علومو پياوړي کوي او هغه مضامين ځای پر ځای کوي چې د هر مسلمان لپاره ضروري دي.

نو موږ په څرګنده وايو:

امارت اسلامي د تاسو په څېر سکولارزده او د لوېديځ او امريکا تعقيب کوونکی نه دی، بلکې د قرآن او سنتو پر لاره روان دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *