روښانه خبرداری د اهل حقیقت لپاره

روښانه خبرداری د اهل حقیقت لپاره

بقلم: مولوی نور احمد فراهی (زید)

هر څوک چې د ابومحمد جولاني (احمد الشرع) حکومت غوره ګڼي، په حقیقت کې د اسلامي امارت او د شیخ القرآن، الحدیث او تفسیر، مولوي هیبت‌الله اخندزاده حفظه‌الله سپکاوی کوي.

دا خبره د جولاني او د هغه د وزیرانو د خپلو څرګندونو پر اساس مستنده ده:

ابومحمد جولاني په رسمي مرکو او بیانیو کې څو ځل ویلي: «موږ د طالبانو په څېر افراطي نه یو.» (ماخذ: د جولاني مرکه د العربیه چینل سره، ۲۰۱۴)

د جولاني حکومت خارجه وزیر په سی‌ان‌ان مرکه کې ویلي چې د سوریې حکومت «داعش او افراطي طالبان نه دي» او ځان «ماډرن او سکولار» معرفي کړ (ماخذ: CNN، ۲۰۲۵)

نورې شواهد:

په سیمو کې چې د جولاني نفوذ لري، د دیني او قرآني مضامینو حذف او پر ځای یې د موسیقۍ او هنر تدریس (ماخذ: سیمه‌ییز راپورونه، ۲۰۲۵)

د جولاني د سیاستونو د انتقاد له امله د افرادو زنداني کېدل، لکه الشیخ ابوشعیب المصری او ابوعبدالرحمن الغزی (ماخذ: د سوریې د بشري حقونو څار، ۲۰۲۴)

دا شواهد ښيي چې جولاني او حکومت یې په عملي ډول له فقه اسلامي او اسلامي امارت څخه فاصله نیولې او خپل سکولاري او مدرن سیاستونه یې څرګند کړي دي.

آیا دا خبرې او اقدامات د فقه او شریعت اسلامي څخه د بیزارۍ اعلان نه دی؟

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *