د پاکستان وروستۍ شیطنتونه د امریکا په مستقیم هدایت ترسره کېږي

د پاکستان وروستۍ شیطنتونه د امریکا په مستقیم هدایت ترسره کېږي

د پاکستان وروستۍ سیاسي او سرحدي شیطنتونه هېڅ تصادفي نه دي، بلکې دا هر څه د امریکا په مستقیم امر او د هغې د پټو ستراتیژیو د یوې برخې په توګه ترسره کېږي، څو پر اسلامي امارت افغانستان فشار زیات کړي.

امریکا هڅه کوي د اسلام‌اباد له لارې اسلامي امارت دې ته اړ کړي چې له خپل د جهاد او خپلواکۍ لاره واوړي، او د سوریې د ځینو منحرفو ډلو په څېر، د امریکا او لوېدیځ د ګټو د پلي کولو وسیله وګرځي.

خو دا شومه پروژه له هماغه پیله د افغان ولس د بیدار وجدان او مجاهدت‌پال روحیې سره په ټکر کې ده.

د افغانستان ولس هېڅکله دا نه مني چې د دوی په خاوره کې د خیانت او مزدورۍ څېرې، لکه احمد الشرع، مشهور په ابومحمد جولاني، د واک او تصمیم ځای ته ورسېږي او د جهاد لاره په تسلیمۍ او وابستګۍ بدله کړي.

افغانستان د شهیدانو، عزت او خپلواکۍ خاوره ده؛

دلته نه جولاني ته ځای شته، او نه د هغه د بادارانو — امریکایانو او لوېدیځیانو — لپاره.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *