
په داسې وخت کې د پاکستان خطرناک سیاست د لویدیځ په سیوري کې
په دې وروستیو کې ډېرې نښې او شواهد ښکاره شوي چې پاکستان د امریکا، لویدیځو هېوادونو او د آلسعود په اشاره او لارښوونه هڅه کوي په افغانستان کې هم هماغه تګلاره پلی کړي کومه چې په سوریه کې د احمد الشرع (جولاني) په بڼه عملي شوه.
په سوریه کې واشنګټن او تلابیو د لاسپوڅو جوړولو او ملاتړ له لارې د مقاومت دننه تضعیفول او د جهاد لار د خپلو ګټو خواته موړول هدف ګرځولې وه. جولاني چې پخوا یې ځان مجاهد ښود، اوس د امریکا مزدور او د اسراییلو لپاره د شمالي سوریې د امنیت ضمانت ګڼل کېږي.
اوس هم دغه پټه او مخرکه طرحه د پاکستان د سیاست له لارې تعقیبېږي. د هغوی هدفونه څرګند دي:
افغانستان د بهرنیو استخباراتو د سیالۍ ډګر ګرځول،
د امارت اسلامي د سیاسي او مذهبي خپلواکي ماتول،
او د جولاني په څېر شخصیتونه جوړول — چې ظاهراً د اسلام شعار ورکوي، خو په واقعیت کې د واشنګټن او ریاض د ګټو خدمت کوي.
خو د مجاهد افغان ملت او امارت اسلامي پوره هوښیار او بیداره دی — دا نقشه به بیا تکرار نشي. افغانستان به د جولاني دویم کس ونلري.
دا خاوره نه د کرایهیي مزدورانو، نه د آلسعود د پیسو، او نه د لویدیځ د فریب وعدو په وړاندې تسلیمېږي.
امارت اسلامي په خپلو اصولو ټینګ ولاړ دی:
استقلال، د شریعت پلي کول، او د امریکا او د هغې د مزدورانو په وړاندې نه تسلیمېدل.
هر هغه هېواد چې په افغانستان کې د بهرنۍ پالیسي له لارې مداخله کوي، باید پوه شي چې د جولاني او د هغه د ملاتړو برخلیک ورته تیار دی — رسوایي، سیاسي ذلت او له منځه تلل.