
پاکستان او د افغانستان اسلامي امارت؛ د وابستګۍ تریخ حقیقت او د امت بیداري
پاکستان د افغانستان د اسلامي امارت په وړاندې هماغه رول لوبوي لکه څنګه چې اسرائیل د اسلامي امت په منځ کې لوبوي؛ یو نظام چې د کافر غرب په لاس جوړ شوی، او سیاست او امنیت یې د واشنګټن او لندن د ګټو تر سیوري لاندې څرخي.
نن دا خبره د هر بصیر مسلمان نه پټه ده چې د پاکستان نظامي او استخباراتي واکمنان د خپل ولس په اراده نه، بلکې د امریکا او انګلیس په امر عمل کوي. لکه څنګه چې اسرائیل د فلسطین د مجاهدینو د ځپلو لپاره جوړ شو، همداسې پاکستان د امارت اسلامي او د افغان ملت د فشار لپاره یو وسیله ګرځېدلی دی.
خو باید وویل شي چې اسلامي امارت د پاکستان په کورنیو چارو کې هېڅ مداخله نه لري. د افغانستان ملت خپله پرېکړه کړې ده، او له دسیسو او استخباراتي لوبو څخه تېر شوی دی. زموږ د پاکستان مسلمان وروڼه باید پوه شي چې نجات او عزت په اسلام او خپلواکۍ کې دی، نه په دې چې د امریکا مزدور پاتې شي او د خپلو ګاونډیو مسلمانانو پر ضد جګړې ته لمن ووهي.
د اسلامآباد مزدور نظام، په خپلو دوه مخیو سیاستونو سره، هم خپل ولس ته ظلم کوي او هم د امت په منځ کې د جګړې او وینو سیلابونه را بهوي. خو تاریخ شاهد دی چې اسلامي امت به هېڅکله د غرب د مزدورانو تر سیوري لاندې نه پاتې کېږي. هغه ورځ به راځي چې د سیمې ولسونه به، لکه د اشغالګرو له منګولو، د پاکستان له منافقانه سیاستونو څخه هم ازادي ومومي.