
د جولاني د حکومت او د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان تر منځ ريښتينی توپير
که نن موږ وينو چې امريکا، لوېديځ او سکولاريستي کافري هېوادونه د جولاني حکومت مني، ورسره ناسته کوي او د ده د ادارې ملاتړ کوي، خو دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان يې نه مني، تحريم او محاصره کوي — نو دا پخپله تر ټولو لوی دليل دی چې د دغو دوو لارو ترمنځ ژور او بنسټيز توپير شته.
دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان د خالص توحيد، جهاد في سبيلالله او د طاغوت د رد پر بنسټ ولاړ نظام دی. دا نظام نه د ديموکراسۍ پر وړاندې سجده وکړه، نه يې د ملګرو ملتونو بيرغ ته تعظيم وکړ، او نه يې کفارو او د هغوی سفارتونو ته دا اجازه ورکړه چې د مسلمانانو په برخليک واکمن شي. له همدې امله کفار دا نظام خپل ريښتنی دښمن ګڼي او د هغه مشروعيت نه مني.
خو بل لور ته، د جولاني حکومت په شام (سوريا) کې له جهاد څخه لرې او لرې شو. هغه څوک چې يو وخت يې ځان مجاهد باله، نن د هغو کسانو په صف کې ولاړ دی چې له امريکا، ترکيې او لوېديځ استخباراتي شبکو سره همکاري کوي. د اسلام د دښمنانو لپاره دا خبره روښانه ده چې جولاني نور د دوی لپاره خطر نه دی، بلکې د يوې دېوال په څېر د هغو مخلصو مجاهدينو پر وړاندې ولاړ دی چې لا هم د «لا إله إلا الله» ريښتینی مانا فريادوي.
که کفار جولاني مني، دا د مينې له مخې نه ده، بلکې ځکه چې هغه بېخطر، تسليم شوی او تابع شوی دی. خو که دوی دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان نه مني، دا د شخصي دښمنۍ له مخې نه ده، بلکې د هغه الهي نظام له ويرې ده چې رښتيا هم اسلامي دی — داسې نظام چې قانون يې قرآن دی، دښمن يې طاغوت دی، او هدف يې د الله تعالی رضا ده.
نو توپير څرګند دی:
دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان د جهاد، عزت او د شريعت د حاکميت په لاره روان دی.
خو د جولاني اداره د لوېديځ د رضايت او د طاغوت د خدمت په لاره روانه ده.
او دا دی د دارالاسلام او دارالنفاق تر منځ څرګند توپير.