
یو ځل بیا نښته په سپین بولدک کې، د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان او د پاکستاني ځواکونو
د امارت اسلامي ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي چې پاکستاني ځواکونو نن ماښام د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د افغانستان پر لوري ډزې کړي دي.
مجاهد په خپله د ایکس پاڼه کې لیکلي چې پاکستاني لوري د امارت اسلامي سرحدي ځواکونه د ځواب ویلو ته اړ کړي دي.
د سیمه ییزو راپورونو له مخې، اوسمهال هم نښته روانه ده او دواړه لوري درنې او سپکې وسلې کاروي.
تحلیلګر او منتقدین دا پېښه د هغه لوی سیوري دوام بولي چې د «دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان» او «پاکستان چې دوی یې دارالکفر بولي» ترمنځ د فشارونو او اختلافاتو بڼه نیسې؛ او دا کړکېچ په وروستیو میاشتو کې لا شدت موندلی دی.