دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان د “جولاني‌سازي” په دام نه لوېږي

دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان د “جولاني‌سازي” په دام نه لوېږي

بعضی خلک ګومان کوي چې دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان به د شام د جولاني او احمدالشرع په شان انجام ومومي؟

هغه چې پرون په مورچل و، نن د “تروریزم ضد عملیات” نوم لاندې د امریکایي پروژې ترڅنګ دريږي؟

ایا فکر کوي چې همدې ډرامه به دلته هم تکرار شي؟ جګړه د “تروریزم” په نوم، خو اصل کې د شریعتګرو او مجاهدینو پر ضد؟

نه

دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان نه غولېږي، نه خرڅېږي، نه د «تروریزم جوړونې» لوبه قبلوي.

زموږ فیصله د قرآن پر حکم ده — نه د واشنګټن او نه د ریاض پر میز.

د الله حکم روښانه دی:وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ (شوری/ ۳۸)

یعنې د مؤمنانو کار په خپل منځ کې د شوری له لارې کېږي — نه د کافر سفارتونو په قومانده.

د دښمن امید په تفرقه او تکفیر دی

په امت کې ناسم فهم لرونکي ډلې شته؛

داعش د غلط تکفیر په لاره روان دي — مسلمان پرې مرتد بولي،

او د کفارو پر ځای د طاغوت او غرب چرخ ته اوبه ور اچوي.

دغه منهج چې د محمد بن عبدالوهاب نجدی تابع دی ،

کلونه کېږي د امت تر منځ  دغه منحرف منهج — لکه د صهیونستي سرطان زخم د اومت په وجود کی دی .

خو دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان پوه دی او نه د جولاني ډوله په دام لوېږي، او نه د تکفیري غوغا پسې ځي.

زموږ دریځ کره دی

  •  موږ د شریعت ملاتړ کوو — نه د شریعت دښمنانو.
  • موږ مسلمانان یوځای کوو — نه د پردیو لپاره ټوټې یې کوو.
  • موږ د «جولاني‌سازي پروژه» خاورې ته سپارو — نه یې تقلید کو.
  • زموږ لاره د حق مجاهدینو لاره ده — نه د نمایشي مزدورانو.
  • دلته دارالاسلام افغانستان دی —

نه هغه هډي چې مجاهد ترې په معاش‌خور مزدوران بدل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *