
پوښتنه د امارت اسلامي پلویانو ته:
ولې امریکا او لوېديځ د احمد الشرع حکومت په رسمیت پېژني، خو «د افغانستان امارت اسلامي» نه پېژني؟
ایا دا توپير تصادفي دی، که د لارې او دريځ څرګند نښه ده؟
راځئ رښتيني قضاوت وکړو:
لوېديځ جولاني ځکه پېژني، چې هغه نور د جهاد استازی نه دی، او نه د شريعت علمبردار.
هغه د اسلام د دښمنانو مخې ته سر ټيټ کړ، د توحيد بيرغ يې ښکته کړ،او پر ځای يې د سازش، سياست او سکولاريزم بيرغونه پورته کړل.
جولاني په شام کې جهاد په تجارت بدل کړ،مجاهدين يې د غربي سياستونو د لوبې وسایل کړل،او له همدې کبله لوېديځ پرې خوشحاله دی او ورسره د دوستۍ لاس غځوي.
خو امارت اسلامي ولې نه پېژني؟
ځکه چې امارت ــ له ټولو کمزورتياوو او تېروتنو سره ــ لا هم د «لا إله إلا الله» په شعار ولاړ دی.
نه د امريکا تر بيرغ لاندې شو، نه د ناټو پر وړاندې زنګون ټيټ کړ،او نه يې د خدای دين د کفارو له سياست سره معامله کړ.
لوېديځ هر څوک چې د دوی پر وړاندې ودرېږي، «ترهګر» بولي،او هر څوک چې د دوی خدمت ته غاړه کيږدي، «معتدل» او «قابلِ مذاکره» ګڼي. همدا دی توپير د «د جولاني شام» او «د امارت اسلامی افغانستان» تر منځ.