د افغانستان اسلامي امارت دارالاسلام له شمال ختیځ او شمال لویدیځ زونونو د مسئولینو سره د امیرالمؤمنین لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت دارالاسلام له شمال ختیځ او شمال لویدیځ زونونو د مسئولینو سره د امیرالمؤمنین لیدنه

عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله نن پنجشنبه (۱۴ غبرګولي) په جلا جلا لیدنو کې د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو دوو زونونو له والیانو، د علماوو شوراګانو رئيسانو او د استیناف محاکمو له رئيسانو سره، د یووالي پر پیاوړتیا، د روغې جوړې د کلتور پر پراختیا او د اسلامي شریعت پر پلي کولو ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت د مقام د دفتر د راپور له مخې، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، ملا حمدالله فطرت، په دې اړه وویل چې په دې لیدنه کې د اسلامي امارت زعیم د سیمه ییزو مسئولینو فعالیتونه ستایلي او هغوی یې د مشورو پر دوام، خیرخواهي، د مسلمانانو ترمنځ د پیوستون پر پیاوړتیا او دین ته پر خدمت بللي دي.

عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د سولې پر تامین او د تیرو دښمنیو پر مخنیوي هم ټینګار وکړ او له علماوو، قومي مشرانو او مسئولینو یې وغوښتل چې د شخړو د حل، د عفوې د کلتور پراختیا او د خلکو ترمنځ د روغې جوړې لپاره هلې ځلې وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې مسئولین پر تقوا، عدالت، تواضع، د اسلامي امارت د فرمانونو پر پلي کولو، امر بالمعروف او نهي عن المنکر او خلکو ته پر ريښتیني خدمت توصیه کړل.

د غونډې په پای کې، برخه والو یو ځل بیا له امیرالمؤمنین سره بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د نظام د تحکیم لپاره هر اړخیزه هڅه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *