
د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان مشر: په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې غفلت د منلو وړ نه دی
عالیقدر شیخ هبت الله آخندزاده (حفظه الله) د جهادي مدرسو له استادانو، د دیني برنامو له مسئولینو، د دارالایتامونو له مسئولینو او یو شمیر علماوو کرامو سره په لیدنه کې د حکومتي چارو په برخه کې پر بیدارۍ او جديت ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې مولوي ذبیح الله مجاهد راپور ورکړ چې امیرالمؤمنین (حفظه الله) حاضرینو مسئولینو ته په خطاب کې وویل: «غفلت مه کوئ، له خپل هدف څخه مه غافلیږئ او په ادارو کې مسئولین هم باید له غفلت څخه ځان وساتي.»
نوموړي زیاته کړه چې باید هڅه وشي ترڅو په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې هیڅ ډول غفلت ونه شي.
هغه ټینګار وکړ چې له ترلاسه شوو فرصتونو څخه باید په اعظمي توګه ګټه پورته شي.