اعلامیه امارت اسلامی به مناسبت یکصد و دومین استرداد استقلال کشور از اشغال انگلیس

اعلامیه امارت اسلامی به مناسبت یکصد و دومین استرداد استقلال کشور از اشغال انگلیس

ملت مجاهد افغانستان یکصد و دو سال پیش از امروز، به تاریخ ۲۸ اسد ۱۲۹۸ هجری شمسی استقلال خود را در نتیجه مقاومت جهادی ۸۰ ساله از استعمار انگلیس پس گرفتند.

این زمانی بود که امپراتوری بریتانیا آنقدر جغرافیای بزرگ جهان را در سیطره خود درآورده بود که در قلمرو آن آفتاب غروب نمی‌کرد.

اما ملت مجاهد افغانستان تحت رهبری علمای مجاهد خود با آن امپراتوری مغرور جهان چنان مقابله تاریخی نمودند، که با بیرون راندن از افغانستان، حاکمیت بزرگ آن‌ را به جغرافیای محدود امروزی بریتانیا تبدیل ساخت.

شکست امپراتوری بریتانیا به دست ملت مجاهد، افغان تغییر بزرگ قرن دانسته شد و اقوام زیادی محکوم جهان از برکت همین تغییر از فتنه استعمار نجات داده شدند.

پس از سرنگونی امپراتوری بریتانیایی به دست افغان‌ها، استعمار شوروی بر حریم افغانستان تجاوز کرد، اما افغان‌ها به آن‌ها هم از سنگر جهاد و مبارزه چنان درس عبرتناک دادند، که نام اتحاد بزرگ شوروی از نقشه جهان محو و همه کشورهای زیردست آن آزاد ساخته شدند.

خوشبختانه، امروز سالروز استرداد استقلال از انگلیس را در حالی تجلیل می‌نمائیم که ما همزمان امریکا، نیروی زبردست و مغرور دیگر جهان را در نتیجه مقاومت جهادی ناکام و بر عقب‌‌نشینی از حریم مقدس افغانستان وادار ساختیم.

این نصرت خداوندی است که افغان‌ها سه امپراتوری‌های مستبد جهان را در سه قرن یکی پس از دیگری شکست دادند و از خاک خود راندند.

این برای افغان‌ها جای بسا افتخار است که کشور شان امروز در آستانه استقلال از اشغال امریکایی نیز هستند.

این افتخار یک نعمت الهی است که شکر آن بر تمام افغان‌ها واجب است.

تلاش‌های متحدانه و صادقانه برای حاکمیت نظام اسلامی، آبادی و رفاه کشور در زیر چتر آن، ادای شکر این نعمت است.

از خداوند متعال استدعای کامیابی ملت مسلمان خود در این آرمان بزرگ شان را داریم.

امارت اسلامی افغانستان

۱۱/۱/۱۴۴۳ ه‌ق – ۲۸/۵/۱۴۰۰ ه‌ش

۱۹/۸/۲۰۲۱م

له انګریزي ښکیلاک نه د هیواد د خپلواکې د یوسل او دویمې کلیزې په مناسبت د افغانستان إسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه پوره یو سل او دوه کاله وړاندې ۱۲۹۸ ه ش کال د اسد په (۲۸) د افغانستان مجاهد ولس له انګریزي استعمار څخه د اتیا کلن جهادي مقاومت په پایله کې خپلواکې واخیسته.

دا هغه مهال و چې برتانوي امپراتورۍ د نړۍ دومره پراخه جغرافیه لاندې کړې وه چې په قلمرو کې یې لمرنه ډوبیده.

مګر افغان مجاهد ولس د خپلو مجاهدو علماو تر قیادت لاندې له دې مغرورې امپراتوري سره داسې تاریخي مقابله وکړه چې له افغانستانه په شړلو سره یې د هغې د واکمنۍ پراخه ساحه د اوسنۍ برتانیې تر سکڼل شوي جغرافيې ور محدوده کړه.

د مجاهدو افغانانو په لاس د برتانوي امپراتوري دړې وړې کول د پیړۍ ستر بدلون وبلل شو او د نړۍ ډیر نور محکوم ولسونه د همدې بدلون په برکت د استعمار له فتنې وژغورل شول.

د افغانانو په لاس د برتانوي امپراتورۍ تر نسکورولو وروسته شوروي امپراتورۍ د افغانستان پر سپیڅلی حریم یرغل وکړ , خو هغوي ته یې هم د جهاد او مبارزې له مورچله د عبرت هغه درس ورکړ چې د لوی شوروي اتحاد نوم یې د نړۍ له نقشې محو او تر خیټې لاندې ټول محکوم هیوادونه تري ازاد کړاى شول.

له نیکه مرغه چې مونږ نن له انګریزي ښکیلاک نه د خپلواکۍ کلیزه په داسې حال کې لمانځو چې په عین وخت کې مو د نړۍ یو بل مغرور زبر ځواک امریکا هم د جهادي مقاومت په مټ ناکامه او د افغانستان له سپیڅلي حریم څخه پرشاتګ ته مجبوره کړې.

دا یو الهی نصرت دی چې د افغانانو غوندي بیوسه مسلمانانو په لاس په دریو پیړیو کې د نړۍ دری مستکبرې امپراتورۍ یو په بل پسي ماتي او له خپلې خاوري وشړي.

د افغانانو لپاره دا ډیر د ویاړ ځای دی چې هیواد يې نن له امریکايي اشغال څخه هم د خپلواکۍ په درشل کې دی. دا ویاړ یو الهي نعمت دی چې له امله یې پر ټولو افغانانو شکر کول واجب دي.

د دې نعمت شکر په خپل هیواد کې د اسلامي نظام حاکمیت او د هغه تر سیوري لاندې د هیواد د بیارغونې او سوکالي لپاره په یووالي او صداقت سره کار کول دي.

له الله تعالی څخه په دغه ستر آرمان کې خپل مسلمان ولس ته د بریالیتوب غوښته کوو.

والسلام

د افغانستان إسلامي امارت

۱۱/۱/۱۴۴۳ ه ق ۲۸/۵/۱۴۰۰ه ش

۱۹/۸/۲۰۲۱ م

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *