
د دارالکفر طاری پاکستان د مرتد وزیر خواجه اصف دروغ او خیانت
به قلم: ابومحمود کندزی
وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ (المائده/ ۵۱) او له تاسې څخه چې څوک له دوی کفارو سره دوستي وکړي، هغه هم له دوی څخه دی (مائده/ ۵۱)
یو ځل بیا، د پاکستان د دارالکفر طاري وزیر، خواجه اصف مرتد او د امریکا حلقهبګوش غلام له خولې د دروغو او نفاق غږ پورته شو. هغه چې پخپله یې د لوېدیځ په درشل کې سر ټیټ کړی او لاسونه یې د زرګونو بېګناه مسلمانانو په وینو ککړ دي، بېحیايي یې تر دې حده ورسېده چې اسلامي افغانستان “د خیبرپښتونخوا او بلوچستان د ترهګرۍ او ناامنیو سرچینه” بولي!
دا بېغیرته مرتد چې د “ترهګرۍ” په نوم د پاکستان ملت حلالوي او د خپلو امریکایي او انګلیسي بادارانو لپاره یې د مسلمانو ځوانانو پاکې وینې حلالې کړي، هېر یې کړي چې په پاکستان کې د ناامنۍ او بېثباتۍ اصلي عامل، د ده او د پاکستاني پوځ د خاین او مرتد جنرالانو له مزدورانه او خاینانه پالیسیو پرته بل څه نه دي. هغه چې په ظلم او استبداد یې د ملت شتمني لوټ کړې او ځانونه یې پر پردیو پلورلي دي، اوس د خپلو خیانتونو د پټولو لپاره شریعتپاله مجاهدین او د ملت غیور بچیان “ترهګر” بولي.
خواجه اصف، د غرب دا ذلیل مزدور، څنګه جرأت کوي چې د “لیکلي تعهد” په اړه خبرې وکړي، په داسې حال کې چې پخپله د خپل دین او ملت په وړاندې یوه ذره تعهد هم نه لري؟ هغه او د هغه باداران په اسلامآباد کې، د هغو کسانو په بدنامولو سره چې د شریعت د بیا ژوندي کولو او د ظلم او فساد له منګولو څخه د پاکستاني مسلمان ملت د خلاصون پرته بله موخه نه لري، له امریکا او غرب څخه وسلې او نظامي مرستې ترلاسه کوي ترڅو په هغو خپل مسلمان وروڼه ووژني. دا هماغه “تفرقه اچو او حکومت وکړه” پالیسي ده چې انګریزي اشغالګرو له دې وړاندې په سیمه کې پلي کوله او اوس د دې بېشرفه غلامانو لخوا تعقیب کېږي.
په افغانستان کې د “شبهنظاميانو د اوسېدلو” ناکامه نقشه، د دې بېبنسټه نظام د ذلت او استیصال ژورتیا ښيي. هغه کسان چې د “شبهنظاميانو” له بېرته راګرځېدو وېره لري، په حقیقت کې د خپل مسلمان ملت له بیدارۍ او پاڅون څخه وېره لري. خو دوی دې پوه شي چې د الله وعده حقه ده؛
او (اې پيغمبره!) د الله نه داسې ګمان مه کوه چې هغه د هغه څه څخه غافل وي چې ظالمان يې کوي، بېشكه هغه (الله) يواځې دوى (ظالمان) هغه ورځې ته وځنډوي چې سترګې په كې خېرې شي (پټې شي). (ابراهیم/ ۴۲)
عزت او ذلت یوازې د الله په لاس کې دی. هغه چې له الله پرته پر بل تکیه وکړي، خوار او ذلیل به شي. د افغانستان او پاکستان مجاهد ملت، له دې غولونو څخه خبر دی. د حق په لاره کې د شهیدانو وینه به هېڅکله بېځایه لاړه نه شي او ډېر ژر به د عدالت او شریعت بیرغ پر دې ځمکو رپاند شي. دا مرتد ظالمان، باید د الهي وعدې په انتظار وي.
او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى، ډېر ژر به پوه شي چې هغوى كوم ځاى ته بېرته ورګرځي. (اشعراء/ ۲۲۷)