
د افغانستان اسلامي امارت کلک دریځ: د امنیت د ګډوډوونکو او مفسدینو پر وړاندې د مخنیوي عملیاتو پیل
به قلم: ابومحمود کندزی
د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي نظام د ساتنې، د دارالاسلام د امنیت د ټینګښت او د ولس د عزت د ساتنې په موخه، د ټولو شرارتونو، بغاوتګرو او د نظام د نویو مخالفتونو پر وړاندې د «مخنیوي دفاع» (پیشدستانه دفاع) تګلاره پلي کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د الله تعالی په نصرت او د خپلو دفاعي او امنیتي ځواکونو په پياوړې اراده، د «مقاومت جبهې» د مرتدو بغاوتګرو، احمد مسعود، د پاتې شونو اربکیانو او تکفیري داعشي عناصرو پر پټنځایونو چې له خاورې بهر دي، دقیق او هدفمند عملیات پیل کړي دي. دا اقدام یو انتخاب نه، بلکې یو شرعي او اسلامي تکلیف دی ترڅو هغه دسیسې شنډې کړي چې د هېواد د بیارغونې او هوساینې په لاره کې د ناامنۍ او خنډونو جوړولو په موخه طرحه شوې دي.
د دې دریځ اصول او بنسټونه:
• د فتنې پر وړاندې قرآني تکلیف: لوی خدای (ج) فرمایي: «وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ» (بقره/۱۹۳) له هغوی سره وجنګېږئ ترڅو فتنه پاتې نه شي او دین یوازې د الله لپاره وي. دا عملیات د اسلامي ټولنې له وجود څخه د فتنو او فساد د پاکولو په موخه دي ترڅو امت ته ثبات او آرامتیا برابره شي.
• د خیانت او شرارت ځواب: دا عملیات د دارالکفر د طاري پاکستان د ټولو «شرورانو» او «خائینو واکمنانو» ته یو صریح او کلک خبرداری دی، کوم چې د مخربو او مرتدو عناصرو په ملاتړ سره، د اسلامي حاکمیت د کمزوري کولو هڅه کوي. پوه شئ چې جغرافیایي پولې د اسلامي امارت د مؤمنو ځواکونو لپاره د فتنه ګرو د سزا ورکولو په لاره کې خنډ نه شي ګرځېدای.
• مخنیوونکې (پیشدستانه) تګلاره: دښمنانو ته زموږ روښانه پیغام دا دی: مخکې له دې چې زموږ د ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې کوم مخرب اقدام وکړئ، زموږ له کلک او مخنیوونکي ځواب سره به مخ شئ. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: المُؤمِنُ القَويُّ خَيرٌ وأحَبُّ إلى اللهِ مِنَ المُؤمِنِ الضَّعيفِ، وفي كُلٍّ خَيرٌ(صحیح مسلم۲۶۶۴)؛ پیاوړی مؤمن د الهي حدودو او د امت د امنیت په ساتنه کې تل مخکښ او کلک وي. د افغانستان اسلامي امارت ټینګار کوي چې هر هغه ځای چې هلته زموږ د هېواد د امنیت پر وړاندې پلان جوړېږي، زموږ د ځواکونو «مشروع هدف» دی. موږ به اجازه ورنکړو چې هېڅ جریان د دې اسلامي نظام امنیت او پرمختګ له لوبې سره مخ کړي. دا د لارې پیل دی او د شرارت د جرړو ایستلو لپاره زموږ عزم بدلیدونکی نه دی او دوامداره به پاتې شي.