د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان د کورنیو چارو د وزیر او د قزاقستان د لومړي مرستیال لیدنه

 د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان د کورنیو چارو د وزیر او د قزاقستان د لومړي مرستیال لیدنه

د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني د قزاقستان له یوه لوړپوړي پلاوي سره چې د هغه هېواد د لومړي مرستیال او د اقتصاد وزیر ښاغلي سریک ژومانګارین په مشرۍ یې کوله، وکتل او خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د مهمو موضوعاتو لکه:

• د امنیتي وضعیت او سیمه ییز ثبات

• د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې ګډه مبارزه

• د ترانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا اسانتیاوې

• د ټکنالوژۍ لېږد او اقتصادي همکارۍ

• او د سیاسي اړیکو او سیمه ییزو همکاریو پراختیا

په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.

دواړو خواوو ټینګار وکړ چې اوس مهال په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره مناسبه فضا برابره شوې ده او باید د دواړو هېوادونو د ولسونو د پرمختګ او هوساینې لپاره له دې فرصت څخه ګټه پورته شي.

دا لیدنه د افغانستان اسلامي امارت د سیمه ییزو هېوادونو سره د متوازن او تعامل کوونکي بهرني سیاست په چوکاټ کې ترسره شوه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *