بې‌قانون نړۍ؛ د امریکا، لوېدیځ او صهیونیزم د تجاوزاتو پر وړاندې خبرداری

بې‌قانون نړۍ؛ د امریکا، لوېدیځ او صهیونیزم د تجاوزاتو پر وړاندې خبرداری

عبدالله عزام، د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان د اقتصادي مرستیال د دفتر رئیس، په خپل خبرداروونکي پیغام کې ټینګار کړی چې نننۍ نړۍ په یو بې‌قانون ځنګل بدله شوې ده؛ داسې ځای چې قانون، انسانیت، بشري حقونه او د سرحدونو درناوی یوازې د متجاوزو قدرتونو فریبنده شعارونه دي.

هغه لیکلي دي: «که ته زمری نه شې، شغالان به دې وخوري»؛ او ونزویلا یې د دې ترخې واقعیت تازه بېلګه بللې ده.

د دې خبرداري روښانه پیغام

▪️ امریکا، لوېدیځ او نړیوال صهیونیزم یوازې د قدرت ژبه درک کوي

▪️ هر ملت چې کمزوری، وابسته او بې‌دفاع وي، د تجاوز او سپکاوي هدف ګرځي

▪️ د بشري حقونو او نړیوال قانون شعارونه د اشغال او جنایت د توجیه وسیلې دي

د نننۍ نړۍ حقیقت

په دې بې‌رحمه نړۍ کې:

• نه قانون د ملتونو ساتونکی دی

• نه نړیوال سازمانونه د مظلومانو پناه دي

• نه نړیوال تعهدات د تجاوز مخه نیسي

یوازې اقتدار، ټینګ دریځ او چمتووالی دي چې د دښمن مخه نیولی شي.

ملتونو او اسلامي امت ته پیغام

اسلامي امت باید وپوهېږي: ▪️ امنیت بې له قوته، یوازې توهم دی

▪️ خپلواکي بې له چمتووالي، تش شعار دی

▪️ او عزت بې له ټینګ دریځه، ناممکن دی

هغه دارالاسلام چې غواړي پاتې شي، باید قوي، هوښیار او چمتو وي؛

کنه د امریکا او د هغې د ملګرو د تجاوزي پروژو قرباني به شي.

د عبدالله عزام خبرداری یو عادي پیغام نه دی؛دا د ټولو ازادو ملتونو لپاره د خطر زنګ دی:یا به په دې د لېوانو نړۍ کې د اقتدار او ټینګښت لاره نیسې، او یا به د متجاوزو شغالانو ښکار ګرځې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *