د دارالاسلام ځواب د دارالکفر پاکستان پر تورلګونو . رښتینی تروریزم؛ د مزدورو جنرالانو او تابع دولت تور تاریخ

د دارالاسلام ځواب د دارالکفر پاکستان پر تورلګونو . رښتینی تروریزم؛ د مزدورو جنرالانو او تابع دولت تور تاریخ

د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعا چې وایي:

«افغانستان د تروریزم په مرکز بدل شوی»،

نه امنیتي تحلیل دی او نه حقیقت؛

بلکې مخ ته تېښته او د پاکستاني دولت او پوځ د جوړښتي جنایتونو پټول دي.

هغه حقیقت چې اسلام‌اباد یې پټوي

که د تروریزم خبره کېږي، نو باید په ښکاره وویل شي:

▪️ منظم او دولتي تروریزم، د امریکا او د هغې د محلي مزدورانو مستقیم محصول دی

▪️ د پاکستان جنرالان له لسیزو راهیسې د واشنګټن د اجرایي بازو په توګه، پر سیمه جګړه تحمیلوي

▪️ د نن ورځې ناامني په پاکستان کې، د امریکا، ناټو او صهیونیستي پروژو ته د استخباراتي خدمت پایله ده، نه د یوه مسلمان ګاونډي کار

دارالکفر پاکستان؛ د سیمې د بې‌ثباتۍ فابریکه

د پاکستان پوځ او استخبارات:

• ډلې جوړوي، بیا یې ماتوي

• جګړه تنظیموي، بیا د قرباني رول لوبوي

• تروریزم یې د بهرني سیاست وسیله ګرځولې

همدوی وو چې:

▪️ افغانستان یې کلونه د نیابتي جګړې ډګر ګرځولی

▪️ د افغان او پاکستاني ولس وینه یې د امریکا د ګټو لپاره توی کړه

▪️ او نن غواړي خپله کورنۍ ماتې پر دارالاسلام افغانستان واچوي

د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان حقیقت

دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان:

▪️ له لسیزو اشغال وروسته یې سرتاسري امنیت ټینګ کړی

▪️ اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پردیو دسیسو ته وکارول شي

▪️ پخپله د دولتي تروریزم، بمبار، بندیزونو او اشغال قرباني پاتې شوی

  •  ناامني د ازاد شوي افغانستان له خاورې نه صادریږي
  •  تروریزم د مزدورو دولتونو او تابع پوځونو محصول دی
  •  د سیمې راتلونکی د امریکا او د هغې د مزدورانو د لاس پرېکولو سره روښانه کېږي

بلکې دا د امریکا تابع پاکستان دی چې لا هم د سیمې اور بل ساتلی.

د پاکستان ولس؛ اصلي قربانیان

مظلوم پاکستاني ولس:

▪️ د خپلو جنرالانو د استخباراتي لوبو قرباني دی

▪️ د پوځ د مزدورۍ بیه په وینه او ناامني ورکوي

▪️ نه د افغانستان دښمن دی او نه د اسلام

د هغوی اصلي دښمنان دا دي:

ځان‌پلورلي جنرالان، لاسپوڅي حکومتونه او امریکایي سیاستونه

پر افغانستان تور لګول، د ستونزې پټول دي.

رښتینی تروریزم:

• رسمي یونیفورم لري

• دولتي بودجه اخلي

• او د واشنګټن او راولپندي له فکرخونو هدایت کېږي

دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان او د سیمې مسلمان ملتونه،

د محلي مزدورانو د خیانت قربانیان دي، نه د ناامني عاملین.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *