د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان  د کورنیو چارو وزارت د اسلامي مذهبونو د یووالي په محور کې

د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان  د کورنیو چارو وزارت د اسلامي مذهبونو د یووالي په محور کې

به قلم: ابومحمود کندزی

د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان  د کورنیو چارو وزارت یو پلاوي د آیت الله محمداسحاق فیاض د لویې نمانځغونډې په مراسمو کې ګډون وکړ او د سراج الدین حقاني، د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان د کورنیو چارو د وزیر د تسلیت پېغام یې وړاندې کړ او د دغه شیعه عالم د علمي مقام او کلتوري او ټولنیزو خدماتو ستاینه یې وکړه.

دغه پلاوی چې له عبدالحق مخدوم (د سیاست او ستراتیژۍ مرستیال)، عبدالحکیم همت آخوندزاده (د عامه اړیکو عمومي مشر) او عبدالمتین قانع (د کورنیو چارو وزارت ویاند) څخه جوړ و، د کابل لویدیځ په جامع الزهرا (س) جومات کې له عالمانو، استادانو، د آیت الله فیاض د کورنۍ او د مراسمو له ګډونوالو سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه.

عبدالمتین قانع په دغو مراسمو کې د آیت الله فیاض د مقام ستاینه وکړه او ویې ویل: «افغانستان تل د اهل تشیع او اهل سنت ټولنو ته ستر شخصیتونه وړاندې کړي دي چې د سترو خدماتو سرچینه وو او د دوی د خدمتونو اغېزې او برکات لا هم ترې ګټه اخیستل کیږي.»

د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان  د کورنیو چارو وزارت ځانګړي پلاوي دغه ضایعه دې ته «د اسلامي امت لپاره ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه» وبلله او د هغه مرحوم لپاره یې له خدای تعالی بخښنه او رحمت وغوښت.

دا سمبولیک اقدام د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان د دا  ښکارندوی دی چې د اسلامي مذهبونو ترمنځ د یووالي محوریت او د شیعه عالمانو درناوی د اسلامي امت د یوې برخې په توګه منعکس کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *