
د دارالاسلام ځواب د دارالکفر پاکستان پر تورلګونو . رښتینی تروریزم؛ د مزدورو جنرالانو او تابع دولت تور تاریخ
د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعا چې وایي:
«افغانستان د تروریزم په مرکز بدل شوی»،
نه امنیتي تحلیل دی او نه حقیقت؛
بلکې مخ ته تېښته او د پاکستاني دولت او پوځ د جوړښتي جنایتونو پټول دي.
هغه حقیقت چې اسلاماباد یې پټوي
که د تروریزم خبره کېږي، نو باید په ښکاره وویل شي:
▪️ منظم او دولتي تروریزم، د امریکا او د هغې د محلي مزدورانو مستقیم محصول دی
▪️ د پاکستان جنرالان له لسیزو راهیسې د واشنګټن د اجرایي بازو په توګه، پر سیمه جګړه تحمیلوي
▪️ د نن ورځې ناامني په پاکستان کې، د امریکا، ناټو او صهیونیستي پروژو ته د استخباراتي خدمت پایله ده، نه د یوه مسلمان ګاونډي کار
دارالکفر پاکستان؛ د سیمې د بېثباتۍ فابریکه
د پاکستان پوځ او استخبارات:
• ډلې جوړوي، بیا یې ماتوي
• جګړه تنظیموي، بیا د قرباني رول لوبوي
• تروریزم یې د بهرني سیاست وسیله ګرځولې
همدوی وو چې:
▪️ افغانستان یې کلونه د نیابتي جګړې ډګر ګرځولی
▪️ د افغان او پاکستاني ولس وینه یې د امریکا د ګټو لپاره توی کړه
▪️ او نن غواړي خپله کورنۍ ماتې پر دارالاسلام افغانستان واچوي
د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان حقیقت
دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان:
▪️ له لسیزو اشغال وروسته یې سرتاسري امنیت ټینګ کړی
▪️ اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پردیو دسیسو ته وکارول شي
▪️ پخپله د دولتي تروریزم، بمبار، بندیزونو او اشغال قرباني پاتې شوی
- ناامني د ازاد شوي افغانستان له خاورې نه صادریږي
- تروریزم د مزدورو دولتونو او تابع پوځونو محصول دی
- د سیمې راتلونکی د امریکا او د هغې د مزدورانو د لاس پرېکولو سره روښانه کېږي
بلکې دا د امریکا تابع پاکستان دی چې لا هم د سیمې اور بل ساتلی.
د پاکستان ولس؛ اصلي قربانیان
مظلوم پاکستاني ولس:
▪️ د خپلو جنرالانو د استخباراتي لوبو قرباني دی
▪️ د پوځ د مزدورۍ بیه په وینه او ناامني ورکوي
▪️ نه د افغانستان دښمن دی او نه د اسلام
د هغوی اصلي دښمنان دا دي:
ځانپلورلي جنرالان، لاسپوڅي حکومتونه او امریکایي سیاستونه
پر افغانستان تور لګول، د ستونزې پټول دي.
رښتینی تروریزم:
• رسمي یونیفورم لري
• دولتي بودجه اخلي
• او د واشنګټن او راولپندي له فکرخونو هدایت کېږي
دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان او د سیمې مسلمان ملتونه،
د محلي مزدورانو د خیانت قربانیان دي، نه د ناامني عاملین.