اسلام د طاغوت د له منځه وړلو لپاره راغلی دی

اسلام د طاغوت د له منځه وړلو لپاره راغلی دی

به قلم: سلیمان عبدالرحمن

اسلام هغه دین نه دی چې د طاغوتونو تر سیوري لاندې ژوند وکړي، بلکې دا دین د دې لپاره راغلی چې طاغوت له منځه یوسي او د الله د شریعت حکم او قانون په ځمکه کې نافذ کړي.

الله تعالی فرمایي:وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ (النحل/ ۳۶) بېشکه موږ په هر امت کې یو رسول لېږلی، څو ووایي: الله عبادت وکړئ او له طاغوته ځانونه وساتئ.

نو هر هغه نظام، قانون او واکمني چې د الله له حکم پرته پرېکړه کوي، طاغوت دی. او څوک چې د طاغوت تر بیرغ لاندې عبادت کوي، د هغه قانون مني او د هغه اطاعت کوي، په حقیقت کې د ظلماتو او ګمراهۍ لاندې ژوند کوي.

الله تعالی فرمايي:وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ (المائده/ ۴۴)هر څوک چې د هغه له حکم پرته حکم وکړي چې الله نازل کړی، هغوی کافران دي.

رسول الله ﷺ وفرمايل:أفضل الجهاد كلمة عدل عند سلطان جائر (سنن ابی‌داود) تر ټولو غوره جهاد دا دی چې د ظالم واکمن مخې ته د حق خبره وشي.

اسلام موږ ته دا نه وايي چې د طاغوت تر سیوري لاندې عبادت وکړئ، بلکې دا غواړي چې د الله شریعت حاکم شي، عدالت ټینګېږي او ځمکه د ظلم له ناپاکۍ پاکه شي.

الله تعالی فرمایي:الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ (الحج/ ۴۱) هغوی چې که موږ په ځمکه کې واک ورکړو، نو لمونځونه قائموي، زکات ورکوي، د نېکۍ امر کوي او له بدۍ منع کوي.

نو رښتینی مؤمن هغه نه دی چې له طاغوته سره جوړجاړی وکړي، بلکې هغه څوک دی چې د د الله د شریعت د حاکمیت لپاره راپاڅي. ځکه اسلام نه د طاغوت تر سیوري لاندې د عبادت لپاره، بلکې د طاغوت د له منځه وړلو او د دین د اقامې لپاره راغلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *