په افغانستان کې د امریکا د شل کلن خضور تر ټولو سخته جګړه !

په افغانستان کې د امریکا د شل کلن خضور تر ټولو سخته جګړه !

به قلم: ابومحمود کندزی

د قوماندان سیف الرحمن منصور او تورن جنرال فرانکلین اېل هیګن‌بک تر منځ د مقابلې ډګر شاهي کوټ ټکور غر !

د امریکا د پوځ د لسمې غرنۍ فرقې زرګونه ځواکونو د کاناډایي ځواکونو او افغان ملاتړو ملېشو په ملتیا د ٢٠٠٢ م کال د مارچ پر دویمه نېټه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د شاهي کوټ په دره کې د طالبانو او القاعدې د غړو پر سنګرونو د ځمکې او هوا له لارې د اناکونډا(ښامار) په نوم عملیات پیل کړل ، د افغانستان په جګړه کې په لومړي ځل د امریکا د هوایي ځواک چینوک څرخکه دلته د کېناستو پر مهال وویشتل شوه او له منځه ولاړه ، امریکایي او کاناډایي ځواکونو د شاهي کوټ دره محاصره کړي وه ، د پخوانۍ شمالي ټلوالې ځواکونو هم خپلې درنې وسلې، ټانکونه او ځواکونه د امریکایي ځواکونو د ملاتړ لپاره یادې درې ته راوړي و ، شاهي کوټ پوره ١٥ ورځې د امریکا د هوایي ځواک د B52 او F16 جنګي الوتکو ، جنګي چورلکو او بې پیلوټه الوتکو تر څار او بمبارد لاندې و ، یادو الوتکو ، چورلکو ، بې پیلوټه الوتکو او ځمکنیو ځواکونو په ټول توان پر شاهي کوټ شپه او ورځ بمونه او مرمۍ ورولې خو له پنځلس ورځنۍ سختې او خونړۍ جګړې وروسته طالبانو او القاعدې یاده ستره محاصره ماته کړه او په خوندي لارو له دغه درې څخه وزیرستان او نورو نورو خوندي ځایونو ته ووتل ، هغه مهال د طالبانو او القاعدې د غړو لخوا د ویشتل شوي چینوک امریکایي چورلکې ټوټې اوس هم په سیمه کې شتون لري ، د ټکور غر د جګړې په اړه په امریکا کې فلمونه جوړ شول او کتابونه پرې لیکل شویدي له بده مرغه په افغانستان کې د دغه تاریخي ، سترې او خونړۍ جګړې په اړه هېڅ ځانګړی کتاب ونه لیکل شو .
نور معلومات او عکسونه په کمنټونو کې وګورئ .

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *