
د نشه يي توکو د محوه کولو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت (دارالاسلام)
به قلم: ابوهاجر خان آبادی
د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند مرستیال محترم حمدالله فطرت، په افغانستان کې د نشه يي توکو د بېساري کمښت په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور مثبت وباله. د افغانستان اسلامي امارت د الله تعالی د سپېڅلي شریعت په رڼا او د حکومت په قاطع تصمیم سره، په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت، د مخدره توکو تولید او قاچاق صفر ته راټیټ کړی دی. دا بریا د اسلامي نظام د اقتدار او د دارالاسلام افغانستان رهبر شیخ هبةالله آخندزاده حفظه الله د حکم د پرځای کولو یوه ښکاره بېلګه ده.
نړۍ باید پوه شي چې نن سبا په هېواد کې په سلګونو زره په مخدراتو روږدي کسان، د امریکایي، غربي او نورو استعمارګرو د شل کلن ناروا اشغال زهرجن میراث دی. د اشغال په تېرو شلو کلونو کې، د مخدره توکو کښت او تولید د اشغالګرو تر سترګو لاندې خپل اوج ته رسېدلی و. په حقیقت کې، همدغو امریکایي او غربي اشغالګرو دا مواد له افغانستان څخه امریکا، اروپا او نورې نړۍ ته لېږدول، ترڅو له یوې خوا نامشروعه ګټه ترلاسه کړي او له بلې خوا د افغان مسلمان ملت فکري او جسمي بنسټونه له منځه یوسي.
د دارالاسلام مقتدر نظام نن نه یوازې دا چې د نشه يي توکو رېښې یې وچې کړې دي، بلکې د هغو سلګونو زرو روږدو کسانو په درملنه او اصلاح بوخت دی چې د پردیو د سیاستونو قرباني شوي وو. اسلامي امارت ثابته کړه چې یوازې د الهي قانون په پلي کولو سره کولای شي هغه ستونزې حل کړي چې د نړۍ مادي قدرتونه یې په وړاندې عاجز وو.
افغانستان نور د استعمارګرو د دسیسو ځای نه دی. موږ د خپل ملت د دین، عزت او روغتیا ساتنې ته ژمن یو او اجازه نه ورکوو چې زموږ پاکه خاوره یو ځل بیا د پردیو د شومو اهدافو لپاره وکارول شي.
نصرت او عزت یوازې د الله تعالی له لوري دی.