
د امريکا بيا راستنېدل؛ د فتنې او خيانت پيل!
سره له دې چې د امارت اسلامي وياند مولوي ذبيحالله مجاهد په څرګند ډول ويلي چې د بګرام هوايي اډه به هېڅکله امريکا ته ونهسپارل شي، اوس د دې خبرې راپورونه خپرېږي چې د امريکا د سفارت د بيا پرانيستلو په اړه خبرې روانې دي. دا خبره د افغانستان د مسلمان ملت لپاره د يو ستر خطر زنګ دی.
د امريکا د سفارت راستنېدل، د هغه شيطان لويې بېرته راتګ معنا لري، چې شل کاله يې د مسلمانانو وينې تویې کړې، قرآنونه يې وسوځول، د خلکو عزتونه يې تر پښو لاندې کړل، او دا هېواد يې په کنډواله بدل کړ.
ايا موږ هېر کړي چې همدغه امريکا وه چې د امارت اسلامي نظام يې نسکور کړ، زرګونه بېګناه افغانان يې په بګرام زندان کې وځورول، او زموږ له خاورې يې د امت اسلامي پر هېوادونو بمبار وکړ؟
د امريکا د سفارت بيا پرانيستل نه پرمختګ دی، نه سياست؛ بلکې دا د نوې فتنې، جاسوسۍ، ګډوډۍ او وېش پيل دی. هر ګام چې د دې شيطان په لور اخيستل کېږي، دا د هغو شهيدانو او مجاهدينو د وينو سره ښکاره خيانت دی چې د اسلام د عزت او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره يې سرونه قربان کړل.
اې د امارت مشران!
د افغانستان مسلمان ملت به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې د امريکا بيرغ بيا د کابل پر بام ورپېږي.
خپلواکي د دښمن په موسکا مه خرڅوئ!