د عزالدین قسام غنډونو (د حماس پوځي څانګه) د پوځي ویاند «ابوعبیده» د نننۍ وینا : (۲)

د عزالدین قسام غنډونو (د حماس پوځي څانګه) د پوځي ویاند «ابوعبیده» د نننۍ وینا : (۲)

به قلم: ابوهاجر خان آبادی

(۴) د ابوعبیده د وینا مهم ټکي:

ابوعبیده: په غزه کې زموږ مجاهد ولسه! ستاسو هغه افسانوي صبر چې په خېمو، بې ځایه کېدو او سختو شرایطو کې یې د نسل وژنې په وړاندې کوئ، ان شاء الله ضایع به نشي. تاسو زموږ د امت زامنو ته یو لوړ مثال وړاندې کړ او په خپلو وینو مو هغوی ته یو تاریخي درس ولیکه.

ابوعبیده: هغه څه چې دښمن د منځګړو وروڼو له لارې پر فلسطیني مقاومت او د غزې پر خلکو د منلو هڅه کوي، خورا خطرناک دي. فلسطیني لوري خپل مسؤلیت په پوره امانتدارۍ او مسؤلیت منلو سره، د خپل ولس د ګټو په پام کې نیولو او د منځګړو هڅو ته د درناوي په خاطر ادا کړی دی، ترڅو د اشغالګرو له لاسه هر ډول پلمه واخلي.

ابوعبیده: نن له خپلو وروڼو (منځګړو) څخه د هغوی د دیني او اخلاقي دندې له مخې غوښتنه کوو چې پر صهیونیسټي رژیم فشار راوړي ترڅو د دویم پړاو په اړه له خبرو وړاندې، په لومړي پړاو کې خپلې ټولې ژمنې بشپړې کړي. همدارنګه باید د امریکا متعصبه اداره د خپلو مسؤلیتونو په وړاندې ودروي، ځکه د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، دا یوازې دښمن دی چې په هوکړه کې خنډونه رامنځته کوي.

ابوعبیده: د وسلو د دوسیې په داسې بې حیا او سپین سترګي ډول مطرح کول، د اشغالګرو لخوا یوه رسوا هڅه ده ترڅو زموږ د ولس په وړاندې وژنې او نسل وژنې ته دوام ورکړي؛ موږ به دا په هیڅ صورت ونه منو. موږ ټینګار کوو، هغه څه چې دښمن له موږ څخه په ټانکونو او نسل وژنې ترلاسه نه کړل، په سیاست او د مذاکراتو پر میز به یې هم په هیڅ قیمت ترلاسه نکړي.

ابوعبیده: پر زموږ ولس باندې د اشغالګرو تېری، د لمونځ کوونکو پر مخ په بې ساري ډول د مسجد الاقصی تړل او د فلسطیني اسیرانو د اعدام قانون تصویب، د ټولو هغو کسانو پر تندي د شرم نښه ده چې چوپ پاتې دي. دا د مسلمانانو د دې نسل او د دوه میلیارده امت سپکاوی دی؛ هغه امت چې اوس یې د سکرو لاندې د لمبو په څېر حرکت پیل کړی او نږدې ده چې غاړه وغړوي.

ابوعبیده: اې د اسلام ځوانانو! ستاسو د پیغمبر (ص) د معراج ځای (مسجد اقصی) داسې دردونکې نارې وهي چې تر اوسه یې نه وې وهلې؛ که مرستندویان ورته پیدا نشي، نږدې ده چې ونړول شي. ستاسو بې وسه شوي پتمن نارینه او ښځینه اسیران ستاسو د ننګ او غیرت غوښتنه کوي.

۵) د ابوعبیده د وینا مهم ټکي:

ابوعبیده: موږ په زړوره لویدیځه غاړه ، مبارک قدس او اشغال شویو سیمو کې له خپل فلسطیني ولس څخه غوښتنه کوو چې د مسجد الاقصی په لور مارش او حرکت وکړي. همدارنګه د خپل اسلامي امت له پرګنیو او د نړۍ له ازادي غوښتونکو غواړو چې واټونو ته راووځي، په عامه چوکونو او د اشغالګرو د سفارتونو په شاوخوا کې د اقصی او اسیرانو په ملاتړ خپل احتجاجونه جاري وساتي.

ابوعبیده: زموږ د امت ټول مقاومت کوونکي ځواکونه په هر ځای کې چې دي، باید صهیونیسټي دښمن ته د مسجد الاقصی د تړلو د جرم په بدل کې درنه بیه ورکړي او د خپلو اسیرانو د خلاصون لپاره له ټولو ممکنه لارو کار واخلي.

ابوعبیده: موږ د خپل ولس له ځوانانو، د مقاومت له میړنیو او په لویدیځه غاړه، قدس او اشغال شویو سیمو کې له خپلو «یوازېنیو لېوانو» څخه غوښتنه کوو چې راپورته شي او د خپلو مقدساتو په دفاع او د اسیرانو د خلاصون لپاره ځانګړي او اغېزناک عملیات ترسره کړي، ترڅو خدای ته خپله نېکي او اخلاص وښایئ.

ابوعبیده: دښمن باید پوه شي چې پر اسیرانو او مسجد الاقصی برید به بې ځوابه پاتې نشي، که هر څومره زموږ ولس ته ګران تمام شي. دا به د اشغالګر رژیم لپاره سختې پایلې ولري او د ټولې سیمې لپاره به د چاودنې یو اضافي عامل وګرځي.

۶) د ابوعبیده د وینا مهم ټکي:

ابوعبیده: هغه وحشیانه جرمونه چې صهیونیسټي-امریکایي تېري کوونکي په اسلامي جمهوریت کې زموږ د وروڼو په وړاندې ترسره کوي، نړۍ ته په غزه کې د نسل وژنې جرمونه ور یادوي. په دې مقام کې موږ د اسلامي جمهوریت د ټولو پاکو شهیدانو او لویو مشرانو په ویر کې یو، چې په سر کې یې د اسلامي انقلاب لوی رهبر شهید «سید علي خامنه‌اي» دی.

ابوعبیده: موږ په ډېر ویاړ او عزت سره هغه کلک ګوزارونه څارو چې د سپاه پاسداران او د ایران د وسله والو ځواکونو لخوا د ان شاء الله زوال منونکي رژیم په زړه کې د صهیونیسټي-امریکایي تېري په ځواب کې ترسره کیږي.

ابوعبیده: موږ په خورا ویاړ سره د اسلامي جمهوریت هغه پیغام ترلاسه کړ چې زموږ فلسطیني ولس ته د «خاتم الانبیاء» مرکز د ویاند مجاهد ورور «ذوالفقار» له ژبې لیږل شوی و؛ په کوم کې چې ځینې عملیات زموږ د شهیدانو مشرانو لکه شیخ احمد یاسین، سنوار او ابوعبیده په نومونو ډالۍ شوي وو.

ابوعبیده: موږ په ایران، لبنان او یمن کې د مجاهدینو بریدونه او صهیونیسټي دښمن ته هر ډول درد ورکول، د «طوفان الاقصی» دوام ګڼو، هغه طوفان چې لمبه یې له غزې پورته شوه او په هغه کې د امت او ټول انسانیت د دښمن هیبت مات شو؛ دا د هغو جنګي مجرمانو سزا ده چې زموږ د ولس نسل وژنه یې کړې.

ابوعبیده: موږ هیله لرو چې دا هڅې به د اشغالګرو په شړلو او د هغوی د کمزوري رژیم په نسکورولو کې ان شاء الله مهمه ونډه ولري.

ابوعبیده: پر ورور هېواد لبنان باندې د صهیونیسټانو برید یو بشپړ جنایت دی. موږ د لبنان له هېواد، ولس او مقاومت سره خپل بشپړ ملاتړ اعلان کوو، د هغوی د شهیدانو ویر کوو او ټپیانو ته یې د شفا هیله لرو. موږ د حزب الله د سختو او مېړنیو جنګیالیو پر هوډ او ځواک پوره باور لرو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *