
د بشري حقونو د مدعيانو فریب او د یرغلګرو په وړاندې د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان مقتدرانه درېدل
به قلم: فضل احمد هراتی
بسم الله الرحمن الرحیم
هغه ویډیو چې لاس په لاس کېږي، پخپله د هغو کسانو د فریبکارۍ ثبوت دی چې شل کاله یې په افغانستان کې، د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د دفاع په دروغجنو نومونو، په سلګونو زره بې ګناه انسانان په وینو ولمبول. همدغو مدعيانو، کله چې له دې خاورې ووتل، هرڅه یې ویجاړ کړل او له خاورو او تباهۍ پرته یې بل څه پرېنښودل. دا یوازې د هغوی د تورې کارنامې یوه کوچنۍ برخه ده.
د امریکا او ناټو پلویانو او مزدوران ته:
تاسو شل کاله بشپړ د پردیو په خدمت کې وو او سرسپردګي مو کوله. خو نن، هماغه امریکا او ناټو چې تاسې ورته قربانۍ ورکړې، ستاسو لپاره د یوې ذرې په اندازه هم ارزښت نه لري. ستاسو برخلیک له افریقا او لرو پرتو ټاپوګانو په کمپونو کې له مهاجرت پرته بل څه نه دی؛ هلته چې تاسې ته د یوه زنداني او پر اوږو د بار په سترګه ګوري. تاسې په خپلو لاسونو ځان ذلت ته وغورځاوه.
د دارالاسلام تر سیوري لاندې د هېواد دفاع:
او د هېواد د دفاع په اړه: تاسې ولیدل چې د دارالاسلام مجاهدینو د طاغوتي پاکستان د دارالکفر تجاوزاتو ته څنګه ځواب ورکړ. د دښمن پوستې او اډې ونیول شوې، ځواکونه یې ووژل شول او اسیران شول او زموږ سرحدونه په عزت او اقتدار سره خوندي شول. دا د خاورې او دین څخه د حقیقي دفاع لاره ده!
د جمهوریت او امارت ترمنځ توپیر:
د غني او کرزي د فاسد جمهوریت په دوره کې، تاسې څه کول؟ آیا د میهن د خاورې دفاع لپاره مو د یوې مرمۍ د ډز کولو توان هم درلود؟ د اشغالګرو په وړاندې له سکوت او تسلیمۍ او ورته له مزدوري پرته، له تاسې څخه هیڅ کار نه شو.
خو اوس، دا د دارالاسلام د افغانستان اسلامي امارت مجاهدین او قهرمان ځواکونه دي چې په مقتدرانه او بشپړ ایمان سره، د پاکستان د مرتد رژیم په وړاندې ولاړ دي او هر ډول تجاوز ته په آهنیني مټ ځواب ورکوي. د میهن عزت او سرلوړي یوازې د جهاد او مقاومت په سیوري کې ترلاسه کېږي، نه د جوړجاړي او سرسپردګۍ سره.
والله غالب علی امره و لکن اکثر الناس لا یعلمون