
په دارالاسلام کې د نشه يي توکو محوه؛ د اسلامي امارت د شرعي اقتدار او حاکمیت لویه بریا
به قلم: ابوهاجر خان آبادی
په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي، د نشه يي توکو د له منځه وړلو او د معتادینو د راټولولو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت بې سارې بریا، د یو مقتدر اسلامي نظام او د شرعي قوانینو د تنفیذ برکت دی. دا بریا ثابته کړه چې د ټولنې اصلاح یوازې د قرآن او سنتو په رڼا کې ممکنه ده.
۱. د صدر اسلام تګلاره: د اطاعت او تسلیمۍ نمونه
کله چې په مدینه منوره کې د شرابو (خمر) د تحریم حکم نازل شو، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) اعلان وکړ او صحابه کرامو (رض) سمدستي هغه شراب چې په خوله کې یې وو، بهر وغورځول او د مدینې په کوڅو کې یې د شرابو بوشکې وبهولې. نن په افغانستان کې هم د اسلامي حاکمیت په برکت، کله چې د سر لوري (اولي الامر) لخوا د نشه يي توکو د منع امر وشو، ولس د خپل شرعي نظام په اطاعت سره دا زهرجن بوټي له منځه یووړل.
۲. د قرآني ارشاداتو په رڼا کې
اسلامي حاکمیت د الهي لارښوونو پر بنسټ د خلکو د عقل او ژوند ساتنې ته ژمن دی. الله تعالی فرمایي:
– يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (المائده/ ۹۰) ای مؤمنانو! شراب، قمار، بتان او د فال غشي، دا ټول نجس او د شیطان له کړه وړو څخه دي، نو ځان ترې وساتئ ترڅو بریالي شئ
– وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ (البقر/ ۱۹۵) او خپل ځانونه په خپلو لاسونو هلاکت ته مه اچوئ. نشه يي توکي لکه تریاک، چرس او شیشه د هلاکت ښکاره بېلګې دي.
۳. د نبوي احادیثو په رڼا کې
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هر هغه شي مخه نیولې چې انسان ته زیان رسوي او عقل یې له منځه وړي:
– «كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة»[۱] هر نشه کوونکی شی خمر دی او هر نشه کوونکی شی حرام دی .
– قضَى أن لا ضررَ ولا ضِرارَ.[۲] نه ځان ته زیان رسول شته او نه بل ته. له همدې امله ټول هغه توکي چې صحت او عقل ته زیان رسوي (لکه سګرټ، نسوار، چرس او نور) باید د اسلامي نظام لخوا کنټرول او مخنیوی یې وشي.
۴. د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله او حنفي فقهې لیدلوری
د امام ابوحنیفه (رح) په مذهب کې د “پنځو اړتیاوو” (دین، نفس، عقل، نسل او مال) ساتنه د شریعت اصلي مقصد دی.
• د عقل ساتنه: امام صاحب (رح) ټینګار کوي چې عقل د انسان تر ټولو لویه شتمني ده. هر هغه څه چې عقل زایل کوي (لکه کوکنار، تریاک او نور کیمیاوي مواد)، په قطعي ډول منع دي.
• تعزیر او سیاسي صلاحیت: په حنفي فقه کې حاکم (امام) دا صلاحیت لري چې د عامه مصلحت لپاره د داسې شیانو کښت او تجارت ممنوع کړي چې ټولنې ته فساد او زیان رسوي. د حاکم د داسې امر اطاعت پر ولس شرعي واجب دی.
د افغانستان اسلامي امارت ثابته کړه چې د نشه يي توکو له هیولا سره مبارزه یوازې په شعارونو نه، بلکې د الله تعالی پر شریعت باندې په تمسک او د احکامو په قاطعیت سره ترسره کېږي. نن چې د افغانستان ځمکه له کوکنارو پاکه شوې او معتادین تر درملنې لاندې دي، دا د هغه نظام برکت دی چې قانون یې له قرآن او سنتو اخیستی او هدف یې د یوې سالمې اسلامي ټولنې جوړول دي.
وَمَا نَصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ
[۱] أخرجه أبو داود (۳۶۸۰)، والبيهقي (۱۷۸۰۷)
[۲] أخرجه ابن ماجه (۲۳۴۰)، والبيهقي (۱۱۹۹۹)