
د عزالدین قسام غنډونو (د حماس پوځي څانګه) د پوځي ویاند «ابوعبیده» د نننۍ وینا : (۱)
به قلم: ابوهاجر خان آبادی
بسم الله الرحمن الرحیم
«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا»
*(او ټول یوځای د الله په رسۍ منګولې ووهئ او مه ویشل کېږئ)*
د القسام غنډونو د پوځي ویاند ابوعبیده د وینا تر ټولو مهم ټکي:
لومړۍ برخه: د پایداره خلکو ستاینه او د تېري ماهیت
• ابوعبیده: د غزا په سرښندونکو او صابرو خلکو او د هغوی په ملاتړو دې سلام وي؛ او د امت په هغو ټولو زړورو زامنو او د نړۍ په آزادو خلکو دې سلام وي چې په دې حساسه او برخلیک ټاکونکې مرحله کې یې ایثار او سرښندنه وکړه.
• ابوعبیده: موږ د یو داسې وسله وال پوځي تېري او «ښکاره زورواکۍ» په وړاندې ولاړ یو چې ټولې نړیوالې هوکړې یې تر پښو لاندې کړې او د ملګرو ملتونو منشور یې په مرمیو او توغندیو ټوټې ټوټې کړ؛ هغه منشور چې تر دې وړاندې یې هم پاڼې د هغوی لخوا د ملګرو ملتونو د ستیج تر شا شلول شوې وې.
• ابوعبیده: دا تېری دا نه پټوي چې د ملتونو د ارادې سلبولو، د هغوی د شتمنیو لوټلو او د حاکم نظام د ټاکلو د حق اخیستلو لپاره راغلی دی. هغوی له خپلو ټانکونو او الوتکو سره د «ټولنیز، دیني او کلتوري بدلون» پروګرامونه راوړي دي ترڅو د اسلامي دین مفاهیم بدل کړي، د عربي او اسلامي امت برخې سره جلا کړي او د هغه حال او راتلونکی تباه کړي؛ په داسې ډول چې په سیمه کې «صهیونیستي هژموني (سلطې)» ته په بشپړ ډول تسلیم وي او د امت پام له سترو مسئلو او په ځانګړي ډول د فلسطین له مسئلې او مسجد الاقصی څخه واړوي.
دویمه برخه: د جګړې پراخېدل او په مذاکراتو کې خیانت
• ابوعبیده: اشغالګرو په غزه کې د نسل وژنې، نژادي پاکسازۍ او د معاصر تاریخ د تر ټولو وحشیانه جنایاتو له پیل وروسته، اوس خپل تېری پراخ کړی او خپل باداران هم په کشولو سره جګړې ته راولي. هغه (دښمن) د امنیت په لټه کې دی خو وېره او شاتګ رېبي؛ هغه په وحشیانه ځواک سره د خیالي سولې په لټه کې دی خو په ټوله سیمه کې ویجاړي خپروي.
• ابوعبیده: نن موږ په ټوله نړۍ کې د اشغالګرو د تېري د پایلو د بیا راڅرګندېدو شاهدان یو چې په ټولو کچو کې د ناامنۍ په بڼه راڅرګند شوي دي؛ د دې وضعیت اصلي او یوازینی لامل هغه احمقانه او بې دلیله جګړه ده چې صهیونیستانو سیمه او نړۍ پکې سوځولې ده.
• ابوعبیده: د دښمن وحشت یوازې د غزې په جنایاتو او د لبنان، یمن، عراق او سوریې په بمبارولو بسنه ونه کړه؛ بلکې هغوی د مذاکراتو د فریب په اوج کې او د امریکا په بشپړ ملاتړ او توطئه، پر «اسلامي جمهوریت [ایران]» یو وحشیانه او غدارانه تېری پیل کړ.
• ابوعبیده: هغوی په دوام کې پر ورور هېواد لبنان تېری پیل کړ؛ هغه تېری چې د ۱۵ میاشتو سرغړونو او د نړیوالو حقوقو د ټولو قواعدو (چې ګواکې یوازې د ضعیفانو لپاره جوړ شوي) تر پښو لاندې کولو سره مل و. خو د اسمان عادلانه قانون په ښکاره وايي: *«أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ»* (هغو کسانو ته د جهاد اجازه ورکړل شوه چې جګړه پرې تپل شوې، ځکه چې پر هغوی ظلم شوی؛ او بېشکه الله د هغوی په مرسته کولو قادر دی).
دریمې برخې
ابوعبیده: اوس نو د دې موقتي رژیم (اسرائیلو) بدصورتي او عیبونه زموږ د امت د زامنو په وړاندې په بشپړ ډول بربنډ شول؛ د هغوی کمزوري او په نورو پورې د هغوی بشپړه تړلتیا ټولو ته ثابته شوه. دا هغه ملاتړ دی چې تل به ورسره پاتې نشي. همدارنګه د دې رژیم مخ د خپلو هغو ملګرو په وړاندې هم تور شو چې تر دې وړاندې یې ورته په سیمه کې د یوې «بریالۍ استعماري کلا» او یا د یوې «پاکې اخلاقي څېرې» په سترګه کتل.
ابوعبیده: نن هر بصیرت لرونکي ته دا حقیقت روښانه شوی چې دا یو عارضي او ضعیف موجودیت دی؛ د بې دریغه ملاتړ سره سره بیا هم په سیمه کې په مدغم کېدو او پر نورو په برلاسي کېدلو کې ناکام شو. بلکې حتی د خپلې درواغجنې اخلاقي څېرې په ساتلو کې هم پاتې راغی؛ تر دې چې نن نړۍ ورته یوازې د یو داسې عامل په سترګه ګوري چې د جګړو په اور بلولو او د شخړو په دوام ژوندی دی؛ یو داسې رټل شوی د ماشومانو قاتل چې په ځمکه کې یوازې فساد خپروي.
ابوعبیده: د دې ټولو پرله پسې بدلونونو او د نړۍ د مطلقې چوپتیا په سیوري کې، لا هم دا مکاره او دوه مخې نړۍ (نړیوال استکبار) چې په دوه ګونو معیارونو قضاوت کوي، غږ یې یوازې هغه وخت پورته کېږي چې له فلسطینیانو څخه د نورو امتیازاتو غوښتنه وکړي او د غزا د هوکړې د دویم پړاو شرطونه پرې ومني. دا په داسې حال کې ده چې هغوی د اشغالګرو لخوا د هوکړې له ټولو بندونو څخه سرغړونه نادیده نیسي؛ هغه دښمن چې په قصدي ډول ملکي خلک او پولیس په نښه کوي ترڅو امنیتي تشه او ګډوډي رامنځته کړي. هغوی هڅه کوي چې «ژېړه کرښه» د بې ګناه خلکو لپاره د مرګ په لومه بدله کړي، مرستندویه توکي په ډېر کم مقدار راپریږدي، د رفح لاره یې د ټپیانو پر مخ تړلې ده او هغه لږ شمېر کسان چې د تېرېدو اجازه ورکوي، د اشغالګرو ځواکونو او سپیو لخوا ورته سخت ذلت او کړاوونه ورکول کېږي.
ابوعبیده: د اشغالګرو تیری تر دې کچې ورسېد چې د مسجد الاقصی د تړلو جرئت یې وکړ ترڅو لمونځ کونکي د روژې له مبارکې میاشتې راواخلې تر نن ورځې پورې له عبادته بې برخې کړي. هغوی په پوره وحشت سره د «اسیرانو د اعدام قانون» تصویب کړ چې له ټولو انساني نورمونو سره په ټکر کې دی. اشغالګر د لویدیځې غاړې (ضفې) د عملي ضمیمه کولو جنایت ته دوام ورکوي او خپلو غاصبو میشت ځای میشتو (شهرکنشینانو) ته یې پوره واک ورکړی چې په ځمکه کې فساد او تباهي وکړي.